Post Image

افغانستان او امريکا دواړو خبر ورکړی چې د امريکا له لورې له افغانستان سره په ملکي برخه کې کيدونکي مرستې ارزول کېږي.

د يادو مرستو د ارزولو بهير د سې شنبې په ورځ په کابل کې د لومړنۍ غونډې په ترسره کولو سره پيل شو چې په کې د افغان چارواکو په ګډون د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس وېلز هم برخه لرله.

په کابل کې د امريکا سفارت له لورې په دې اړه خپره شوې خپرپاڼه کې ويل شوي، دغه ارزونه د ولسمشر غني په غوښتنه کېږي چې زيات تمرکز پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ستراتيژيکو همکاريو، د افغان حکومت له پراختيايي لومړيتوبونو سره پر همغږۍ، لاسته راوړنو او ستونزو باندې شوی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د ملکي مرستو اندازه نه ده ښوول شوې، خو پکې ويل شوي چې متحده ايالات د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې، انرژۍ، زیربنا، بشردوستانه او د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخو کې له افغانستان سره غير نظامي مرستې کوي.

دغه راز په خپره پاڼه کې دا هم زياته شوې چې له کابل سره د واشنګټن مرستې به د نړيوالې تولنې د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي چې هدف يې د افغانستان اقتصادي وده او له افغان ولس سره مرسته ده.

شریک کړئ

ورته مطالب