Post Image

پلچرخي زندان کې د زندانیانو ترمنځ د نښتې له کبله ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، په دغې نښتې کې چې نن وروسته له غرمې رامنځته شوې ۴ زندانیان وژل شو او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د رحیمي په وینا، دغه راز په دغې پېښې کې ۲۰ پولیس هم ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د وزارت او څارنوالۍ د ګډ امر له مخې پوليسو غوښتل چې له زندانيانو مبايلونه او نور هغه توکي چې په زندان کې منعه دي؛ راټول کړي، خو کله چې له څو بلاکونو څخه د وسايلو تر راتولولو وروسته پوليس د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې بلاک ته ورغلل زندانيانو د وسايلو له ورکړې د انکار ترڅنګ پر پوليسو او څارونوالانو فزيکي برید وکړ، چې په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

شریک کړئ

ورته مطالب