Post Image

امریکايي سناتوران د پنټاګون هغه اقدام په غبرګون کې چې امریکایي سناتوران دي افغانستان ته خپل سفرونه محدود کړي، تور پورې کړی چې د امریکا حکومت په دې ډول اقداماتو سره غواړي د افغانستان روانه جګړه له خپل ولس پټه وساتي.

پنټاګون په خپل تازه اقدام کې امریکایي سناتورانو ته ویلي چې افغانستان ته خپل سفرونه محدود کړي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي:

«په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او سناتوران دې د امریکا اقتصادي مسئلو لپاره افغانستان ته سفرونه محدود کړي.»

امریکایي رسنیو په دې اړه په خپلو شننو کې ویلي: دفاع وزارت په دې توګه غواړي د افغانستان له رښتیني وضعیت څخه سناتوران او امریکایي وګړي بې‌خبره وساتي.

هاخوا امریکایي سناتورانو ویلي، دوی به افغانستان ته خپل سفرونه جارې وساتي او په دغه هېواد کې به د امریکا اوږده جګړه، د سولې پروسه او نور سیاسي مسایل له نږدې وڅاري.

سناتورانو د پنټاګون وړانديز غندلی او ټینګار لري د امریکایي وګړو د استازو په توګه د خپل هېواد د بهرنیو چارو څارنه د دوی مسوولیت دی.

بلخوا نړیوالو بنسټونو له پنټاګون غوښتي د افغان جګړې پر معلوماتو بندیزونه لغوه کړي.

دیارلسو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو له پنټاګون غوښتي د افغان جګړې په اړه دې د معلوماتو پر ورکړه بندیز لري کړي، ځکه دغه جګړه باید د دوی تر څېړنې او نظر لاندې وي.

دغو بنسټونو د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ته په يوه لیک کې لیکلي:

«د افغان جګړې په اړه د معلوماتو ورکړه د امریکایانو او ټولې نړۍ لپاره مهمه ده، ځکه دغه جګړه خورا خونړۍ او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده ده.»

دوی له پاتریک شاناهان غوښتي چې په دې اړه دې د پنټاګون پرېکړه لغوه کړي.

د امریکا دفاع وزارت پرېکړه کړې چې د افغانستان جګړې په اړه به خلکو او رسنیو ته معلومات نه ورکوي، دې مسئلې د امریکايي وګړو او رسنیو غبرګونونه هم راپارولي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب