Post Image

ترکي چارواکو ویلي، د داعش ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مشره خور یې د سوریې په شمال کې د ترکیې تر ولکې لاندې عزاز ښار کې نیولې ده.

رویټرز خبري اژانس د یوه ترکي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي، د بغدادي مشره خور رسمیه عماد، د هغې خاوند او نږور یې له پنځو ماشومانو سره تېره ورځ نیولي دي.

د رویټرز د راپور په حواله، دا کسان په داسې مهال کې نیول شوي چې په یوه ټېلر کې استوګن وو.

د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د اکتوبر په ۲۶مه د سوریې په ادلب کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

نوموړي په ۲۰۱۴کال کې د داعش وسله‌والې ډلې مشري په غاړه واخیسته

شریک کړئ

ورته مطالب