Post Image

تر اوږده ځنډ وروسته ټاکنيزو کمیسيونونو د کابل ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې ۹ ښځې او ۲۴نارینه د کابل ولسي جرګې د ټاکنو په وروستي نوملړ کې د برياليو نوماندانو په توګه راغلي دي.

که څه هم په رسمي توګه د يادو پايلو تر اعلان وړاندې د برياليو نوماندانو لیست رسنيو ترلاسه کړی و، خو هماغه مهال د ټاکنو خپلواک کمیسيون له لورې رد شو.

اوس د دغه کمیسيون د وياند مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي انسان نيوز ته وويل، دا مهال دغه لیست د کمسيون له لوري تائيد شوی دی.

نوموړي زياته کړ:

«تېره شپه رسنيو ته کوم لیست راوتلی و؛ نو هغه وخت د کمسيون مشرتابه لورې نه و تصويب شوی، خو اوس ويلی شم چې دغه لیست تصويب شوی او باوري دی.»

د خپاره شوي نوملړ له مخې:

اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخوا، خان‌اغا رضايي، محمدخان احمدي، فدامحمد الفت صالح، احمد جاوېد جیحون، میر امان‌الله ګذر، امیرګل شاهین، غلام حسین ناصري، رمضان بشردوست، سید محمد محمدي، الله‌ګل مجاهد، خان محمد وردک، میر افغان صافی، نجیب‌الله ناصر، حبیب‌الرحمن سیاف، انورخان اوریاخېل، عبدالرزاق، استالفي، توفیق وحدت، زړګی حبیبي، محمد نعیم وردک، حفیظ‌الله جلیلي، عرفان‌الله عرفان، عبیدالله کلیمزی وردک، فاطمه نظري، نظیفه ذکي، شینکۍ کړوخېل، مرسل نبي‌زاده، فوزیه ناصریار ګلدریي، روبینا جلالي، مریم سما، زهره نوروزي او پروین دُرانۍ،

 هغه کسان دي چې له کابل څخه د ولسي جرګې په ټاکنو کې بريالي اعلان شوي.

د کابل د ولسي جرګې وروستۍ پایلې داسې مهال اعلان شوې چې په دې ټاکنو کې د ګڼو درغلیو، لاسوهنو او فساد په اړه ادعاوې لا هم موجودې دي.

شریک کړئ

ورته مطالب