Post Image

د يمن حکومت ځينو سرچينو رويټرز خبري اژانس ته خبر ورکړی چې عربي اماراتو د دغه هېواد په سوېل کې له عدن ښار څخه خپل يو شمېر سرتېري بېرته ايستلي دي.

رويټرز د يادو سرچينو او عيني شاهدانو په حواله زياته کړې چې د يادو سرتېرو کاروان پرون له عدن ښار څخه د البريقه سرحدي بندر ته رسيدلی دی څو له دې لارې له يمن څخه ووځي.

سرچينو په ياد کاروان کې د شاملو سرتېرو شمېر ۲ سوه تنه ښودلی او زياته کړې يې دغه اقدام په يمن کې سولې ته د شين څراغ ښوولو په مانا شوی دی.

تر اوسه په خپله عربي اماراتو او په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو پوځي ايتلاف په دې اړه څه نه دي ويلی.

اماراتي سرتېري د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب پوځي ايتلاف په چوکاټ کې د يمن حوثي وسله‌والو پر وړاندې چې د ايران له ملاتړ برخمن دي، جګړه کوي.

دې ډلې تېره مياشت اعلان وکړ چې د سولې په هدف د ښه نيت له مخې پر سعودي عربستان خپل بريدونه دروي او له ياد هېواد او عربي ايتلاف يې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې وه.

شریک کړئ

ورته مطالب