Post Image

پرون سه‌شنبې د سرطان ۴مه د کابل په غازي سټډیوم کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو، او په څرګند ډول د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې له اساسي قانون څخه د دفاع، سولې او ټاکنو په موخه یوه اعتراضیه ناسته رابللې وه.

دا ناسته چې د نهو مادو په یوه پرېکړه‌لیک پای ته ورسېده، نږدې دوه تر درې ساعته دوام یې وکړ. د غونډې مشرانو د کابل ښار لسګونه وګړو ته خپل معترض موقف څرګند کړ او حکومت یې نامشروع وباله. د ولسمشر اشرف غني د استعفا او سرپرست حکومت د رامنځ ته کېدو غوښتنه یې وکړه.

د سرطان په لومړۍ او دویمه یعنې د کابل له اعتراضیه غونډې یوه ورځ وړاندې د محمد حنیف اتمر، محمد محقق، عطا محمد نور، ګلبدین حکمتیار، او نورو سیاستوالو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنو ترڅنګ د سولې په یوه غونډه کې برخه واخېسته.

د افغان سولې کنفرانس چې د «لاهور پروسې» تر عنوان د «بهوربن» په یو مجلل هوټل کې جوړ شوی و، د سولې تر څنګ په ټاکنو او راتلونکي حکومت، تجارت، اقتصاد، مهاجرینو او ورته دولتي مسئلو خبرې او د نظر تبادله وشوه.

د لاهور په پروسه کې د ډیورنډ په اړه هم د ښاغليو عطا محمد نور او عبدالطیف پدرام له لوري د دې مسئلې د حل غوښتنه وشوه چې له عامه غبرګون سره مخ شوه.

د سولې لپاره د لاهور پروسه داسې مهال جوړه شوه چې ټاکل شوې سبا پنج‌شنبې د جون په ۲۷مه  ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته ولاړ شي. د یاد سفر د جزئیاتو په اړه ویل شوي چې ښاغلی غني به د دې سفر په ترڅ کې په سیمه‌ییز اتصال، سوله، ټرانزیټ او تجارت خبرې کوي.

د روان کال په لومړیو کې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې په مزار شریف ښار کې په لومړي ځل د مؤقت او سرپرست حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه چې د څو ورځو په توپیر یاده غوښتنه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان قبایلي سیمو ته په یو سفر کې تکرار کړه چې د افغانستان حکومت له توند غبرګون سره مخ شوه او د دې باعث وګرځېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډپلوماتیکې اړیکې د یوې لنډې مودې لپاره خړې پړې کړي.

د لاهور پروسې په نوم د پاکستان مشرانو سره د ټاکنیزو ټکټونو د مشرانو ناستې پر سبا په کابل کې د حکومت پر خلاف لاریون، اعتراض او د نامشروع ګڼلو تبلیغ د خلکو په ذهنونو کې شکونه پیدا کوي چې ګواکې دا دواړه غونډې له یو بل سره اړیکې لري او که نه؟

په ټولنیزو رسنیو کې له عامه غبرګونونو همداسې یو ارتباط ښکاري چې دواړه غونډې دې د یو مقصد لپاره تر سره شوې وي، مګر دا لا هم جوته نه‌ده چې له یادو دواړو غونډو د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم په ګډون نورو انتخاباتي ټکټونو څومره ګټه کړې ده؟

پرون ماښام ولسمشر غني اسلام‌اباد ته د خپل سفر په موخه د سلامشورو لپاره له یو شمېر مبصرینو، د سیمې له کارشناسانو، او استادانو سره کتلي دي او د سباني سفر په اړه یې ورسره سلا مشورې کړې دي.

له پاکستان سره د ښاغلي غني د تعاملاتو په اړه یو څرګند دریځ دا ښکاره شوی دی چې دی دولت په دولت د خبرو او اړیکو طرفدار دی او ډېر کله یې چې له پاکستان سره د اړیکو په جوړولو او تفاهم خبرې کړې؛ نو ویلي یې دي چې د دواړو دولتونو ترمنځ په اړیکو باندې ورته تمرکز مهم دی.

مګر د لاهور پروسې په اړه خپاره شويو معلوماتو کې وویل شول چې یوه موخه دا ده تر څو د خلکو له خلکو سره د اړیکو په رغولو او استحکام هم غور وشي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اړیکې او مناسبات هلته له مېشتو افغانانو، ورځنیو راشو درشو، ګډې ژبې، ګډ فرهنګ، ګډ تاریخ او ګډ سرنوشت سره تړلي دي او افغانان د یو ملت په توګه ورته اړیکې د سیمې له ټولو هېوادونو سره لري، مګر په دې تفکیک چې دولتونه د ځانګړو ډپلوماتیکو او هېوادنیو ګټو پر اساس دولت په دولت تعاملات سنجوي او عمل کوي.

اوس چې د لاهور له پروسې وروسته د کابل مظاهره هم پای ته رسېدلې او د تېر په څېر یې د سرپرست حکومت د جوړېدو غوښتنه تکرار کړې، پاکستان ته د ولسمشر غني پر سباني سفر به کوم ځانګړی اثر ولري او که نه، لا هم معلومه نه‌ده.

 

شریک کړئ

ورته مطالب