Post Image

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د دغه غورځنګ دوه تنه مشران چې د شمالي وزيرستان تر پېښې وروسته د پاکستاني پوځيانو له لورې نيول شوي وو، د پېښور زندان ته انتقال شوي دي.

پاکستاني پوځيانو د می په ۲۶مه په شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو لومړۍ ډزې وکړې او بيا يې د دې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير او ځينې نور ونيول.

د پاکستاني پوځيانو د پرله‌پسې فشارونو په نتیجه کې تر يادې پېښې کابو څلور ورځې وروسته، د غورځنګ بل مخکښ غړي محسن داوړ ځان په خپله پوليسو ته وسپاره.

 پر دوی دواړو تور دی چې په شمالي وزيرستان کې يې پر پاکستاني پوځيانو د بريد هوډ درلود.

اوس د دې غورځنګ غړې ثنا اعجاز وايي چې پاکستان رياست د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو ته کېسونه جوړ کړي او په دې توګه یې د غورځنګ نور غړي پرې بوخت ساتلې دي.

نوموړې وايي، پېښور زندان ته د علي وزير او محسن داوړ تر لېږدولو وروسته لطيف افريدی، طارق افغان او سنګين خان اډوکېټ د دوی د مدافع وکيلانو په توګه ټاکل شوي او د يادو کسانو قضيې به پر مخه وړي. نوموړې په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«رياست زموږ په اړه ډېر کېسونه درج کړي، په لومړيو کېسونو کې د ډېرو ملګرو ضمانتونه شوي دي، خو رياست په هرې جلسې کې پر موږ اف ای ار (کېس) درج کړی دی. په خپله پر ما هم اف ای ار شوی دی.»

بل لور ته د دې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتين هم ارام نه‌دی ناست او هڅه کوي چې د پاکستان له پارلمان سره د شمالي وزيرستان خړ قمري پېښې قربانيانو ته پر حق‌غوښتنې سربېره د خپلو ملګرو د خلاصون لپاره څه وکړي.

 ثنا اعجاز په دې اړه زياتوي چې دا مهال د دواړو لوريونو ترمنځ وخت ناوخت هم بحثونه کېږي، خو په خبره يې تر اوسه کومې پايلې ته نه‌دي رسيدلي:

«له سنېټ سره د مشر منظور پښتين غونډې روانې دي او اوس موږ په خبرو کې یو او د خپلو قضيو پر خلاصولو بوخت يو. وبه ګورو چې راتلونکې کې څه وکړو.»

له بلې خوا د پاکستان حکومتي مسوولینو په شمالي وزيرستان کې د ځايي اوسېدونکو له لوري د غونډو پر جوړولو او مدني حرکتونو هم بنديز لګولی دی.

په شمالي وزيرستان کې د حکومت مرستيال کمېشنر عبدالناصر د یوې اعلامې په ترڅ کې ویلي چې دا کار یې د امنیتي ګواښونو د کمولو په هدف کړی. په اعلاميه کې ويل شوي:

«دا ګام د سيمې اوسنۍ امنيتي وضعې ته په کتو، د وسله‌والو ګواښونو او د پرلت، ولسي غونډو او مظاهرو په صورت کې د امنيت د ګډوډېدو د مخنیوي په خاطر شوی.»

خو د پاکستان ریاست دغه اقدام د ځايي اوسېدونکو او د پښتنو حقونو فعالانو له توند غبرګون سره مخ شوی.

دا اقدامات تر هغه وروسته دي چې د می په ۲۶مه په خړ قمري سيمه کې پاکستاني پوځيانو په برید کې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې تنه پلويان ووژل شول او يوولس نور ټپيان شول.

شریک کړئ

ورته مطالب