Post Image

د نړيوال جام ۴۲مه لوبه: افغانستان او ویسټ‌انډيز؛ ارزونه

د نړيوال جام لوبو په لړ کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه نن له ویسټ‌انډيز سره کوي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۲ بجې د انګلستان د ليډز ښار په هېډينګلي کرکټ لوبغالي کې کېږي.

افغانستان لوبډلې تر دې مهاله اته لوبې کړې چې ټولې یې بايللې ، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه اسټراليا ته، دويمه، سرېلانکا ته، دريمه نيوزيلنډ ته، څلورمه سويلي افريقا، پنځه انګلستان ته، شپږمه هند ته، اوومه لوبه بنګله‌دېشۍ او خپله اتمه لوبه بيا پاکستان لوبډلې ته بایللې.

له بل لوري ویسټ‌انډيز هم اووه لوبې کړې چې يوازې يوه یې ګټلې، شپږ لوبې يې بايللې او يوه یې د باران له کبله مساوي شوې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له افغانستان څخه وګټله او دويمه لوبه یېاسټراليا ته، درېيمه لوبه انګلستان ته، څلورمه لوبه بنګله‌دېش ته، پنځمه لوبه نيوزيلنډ ته او شپږمه لوبه هند او اوومه لوبه یې سرېلانکا لوبډلې ته وبايلله او اتمه لوبه یې د باران ورېدو له کبله له سويلي افريقا سره مساوي اعلان شوه.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان په لوبډله کې له لوبډل‌مشر ګلبدين نايب،رحمت‌شاه، نجیب‌الله ځدراڼ، حشمت‌الله شهيدي، سيمع شينواري، محمد نبي او مجیب ځدراڼ څخه  د ښې توپوهنې او توپ اچونې تمه کېږي.

له بل لوري په ویسټ‌انډیزۍ لوبډله کې له نيکولاس پوران، کرېس ګېل، کارلوس برايټ وېټ،شېمرون هېټ‌ماير، او شېلډون کاټرېل  څخه د ښې لوبې تمه کېږي.

د افغانستان له لوري نجيب‌ځدراڼ هغه توپ وهونکی دی چې په اووه لوبو کې یې ۱۹۹ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې محمد نبي په اته لوبو کې بيا ۹ وېکټې ترلاسه کړې دي.

له بل لوري د ویسټ‌انډيز په لوبډله کې بيا نيکولاس پوران په اته لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۳۰۹ منډې جوړې کړې او په توپ‌اچونه کې بيا شېلډون کاټرېل ۱۲ وېکټې ترلاسه کړې دي.

ويسټ‌انډيز په نړيوال جام کې هغه لوبډله ده چې په خپل نوملړ کې د پياوړو توپ‌وهونکو او  توپ اچونکو ترڅنګ پنځه پياوړي الروانډران (اڼدريو رسل، اشلن نورس، جېسون هولډر، برايټ وېټ او فابيان الېن) لري.

له بل لوري افغانستان هم په خپل نوملړ کې د پياوړو لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ په کچه دوه پياوړي او پېژندل شوي الراونډران (محمد نبي او راشدخان) لري خو تر اوسه یې د پام وړ لوبه نه ده کړې.

افغانستان او ویسټ‌انډيز لوبډلو په وروستيو پنځه يو ورځنيو لوبو کې ټولې بايللي دي.

افغانستان او ویسټ‌انډيز د نړيوال جام هغه لوبډلې دي چې بل پړاو ته  د لار موندنې کوم چانس نه‌لري او دا به یې د دې سياليو وروستۍ لوبه وي.

د نړيوال جام د روانو سياليو په درجه بندۍ کې افغانستان په لسم او ویسټ‌انډيز بیا په نهم ځای کې دی.

د افغانستان لوبډله له اته لوبو وروسته کومه نمره (پواينټ) نه لري خو ویسټ‌انډيز لوبډله بیا په اته لوبو کې يوازې ۳ نمرې (پواينټونه) لري.

په روان نړيوال جام کې د افغانستان لوبډلې نېچرل رنرېټ په اته لوبو کې (-1,418) او د ویسټ‌انډيز لوبډلې نېچرل رنرېټ بیا (-0,335) دی.

ویسټ‌انډيز د نړيوال جام هغه لوبډله ده چې تر اوسه یې دوه ځلي نړيوال جام ګټلی، خو افغانستان بيا تر اوسه نړيوال جام نه دی ګټلی او دا دويم ځل دی چې د يو ورځنيو سياليو په نړيوال جام کې لوبېږي.

د يادونې وړ ده چې د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې افغانستان لسم او بنګله‌دېش بيا نهم مقام لري.

شریک کړئ

ورته مطالب