Post Image

افغان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی، چې د لوی اختر په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ هیڅ ډول جګړه نه ده شوې او نه هم د کومې لویې او کوچنۍ پېښې خبر ورکړل شوی.

ځیني سرچیني وایي، که څه هم په روان لوی اختر کې په افغان جګړه کې د ښکېلو غاړو له لوري په ښکاره ډول اوربند نه دی اعلان شوی خو له حالاتو داسې ښکاري چې نااعلان شوی اوربند پلی شوی دی.

داسې هم ویل کېږي چې په کندهار، هلمند، فراه، ننګرهار، کندز او بدخشان ولایتونو کې د اختر تر شپې پورې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ توده جګړه روانه وه.

خو د اختر په لومړۍ ورځ جګړه ختمه او په دغو او نورو ولایتونو کې حالت بېرته سوله ییز شو او د لومړۍ ورځې تر پایه نن تر دوهمې ورځې راهیسې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

افغان چارواکو هم رسنیو ته تایید کړې چې د اختر د لومړۍ ورځې راهیسې تر اوسه پورې نه افغان ځواکونو پر طالبانو برید کړی او نه هم طالبانو پر دوی برید کړی دی.

بلخوا افغان حکومت په زرګونه امنیتي سرتېرو ته د لوی اختر د امنیت ټینګښت په موخه د تیارسئ امر کړی دی.

امنیتي چارواکي وایي، حکومت د اختر په شپو ورځو کې د امنیت خوندیتوب لپاره زرګونه امنیتي سرتېري ګومارلي دي تر څو افغان ولس د اختر شپې او ورځې په ارامۍ او سوکالۍ سره تېرې کړي.

ولس هم خوښي ښودلې چې د اختر په شپو ورځو کې د امنیت لپاره افغان حکومت ځانګړي امنیتي پلانونه جوړ کړي دوی وایي، لومړۍ ورځ یې بې له کومې پېښې پرته تېره کړه او نن هم همداسې هیله مند دي.

شریک کړئ

ورته مطالب