Post Image

د روانې میلادي  تر وروستيو به ولسمشر غني اسلام‌اباد ته په دوه ورځني سفر لاړ شي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره پر هغو مسئلو او چارو خبرې وکړي چې د افغانستان لپاره حياتي ارزښت لري.

د شنونکو په باور د دغه سفر يوه عمده موضوع ښايي د هېواد په ختيځ او سویل ختيځ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر افغان خاوره د راکټي بريدونو مسئله وي.

د پاکستاني پوځیانو له لوري دا څو کاله پر افغان خاوره پرله‌پسې راکټي بریدونه او حملې کېږي.

د دغو بريدونو په پیل کې پاکستان رد کړې وه چې ګواکې د افغان حکومت تر حاکميت لاندې سيمې دې يې ويشتې وي، خو له دې دريځ د ګوتو په شمار ورځې لا نه‌وې تېرې چې اعتراف یې وکړ او ویې‌ویل، دې غاړې ته يې ځينې سيمې له دې کبله په نښه کړې چې ترې وسله‌والو پر مېشتو پاکستاني پوځیانو بريدونه کول.

کونړ، نورستان، ننګرهار، پکتيکا، پکتيا او خوست هغه ولایتونه دي چې وخت ناوخت پرې د پاکستاني پوځیانو له لوري راکټونه توغول کېږي.

د يادو بريدونو تازه پېښې تر نن درې ورځې وړاندې د خوست په سپېرې او د کونړ په دانګام ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو له لوري د راکټي بریدونو دغې اوږدې لړۍ ته په پام د پوځي چارو کارپوه عتيق‌الله امرخېل وايي، دغه هېواد د يوې منظمې انګېزې له مخې ياد بريدونه جاري ساتلي دي.

د امرخیل په خبره پاکستان هڅه کوي چې د دغو بريدونو په ترسره کولو سره د افغانستان حکومت ورته چلند ته مجبور کړي:

«دغه نظامي حرکتونه د نظامي فشار په موخه دي، ځکه دوی غواړي له کرښې دې خوا ته تېر شي، که افغان ځواکونه غبرګون وښيي؛ نو دوی ته د تعرض فرصت په لاس ورځي او همدا د پاکستان يو عمده هدف دی.»

خو د سياسي چارو شنونکي بيا پوره لري چې اسلام اباد ته به د ولسمشر غني د سفر پرمهال دا مسئله مطرح شي.

سیاسي کارپوه امين‌الله شارق وايي، ښايي پاکستان د راکتي حملو د درولو په پلمه د افغانستان له حکومت څخه د امتیاز غوښتونکی شي، خو ولسمشر باید دغې مسئلې ته ځیر وي.

« د راکټي بريدونو د بندېدو په مسئله کې بايد پاکستان ته هېڅ امتیاز ونه‌منل شي. واضح خبرې دې وشي، که پاکستان په خپل دريځ کې بدلون ته لېواله و، ښه دی او که نه حکومت دې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او نورو نړيوالو مراجعو ته د پاکستان په اړه شکايت وکړي.»

اسلام‌ اباد ته د ولسمشر غني احتمالي سفر په اړه په کور دننه ډېرې هیلې راټوکېدلي، خو وګورو چې دا سفر د افغانستان لپاره څومره ګټور تمامېدلی شي؟

 

شریک کړئ

ورته مطالب