Post Image

په امریکا کې د پاکستان سفیر وايي، د کشمیر لانجه کېدای شي د افغانستان د سولې روانه پروسه زیانمنه کړي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجیدخان د دوشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د کشمیر د کړکېچ له کبله پاکستان ممکن خپل پوځیان د افغانستان له پولې د کشمیر پولې ته یوسي او له دې امله له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ شي.

مجیدخان ویلي، د کشمیر او افغانستان مسلې جلا دي او نه غواړي چې په زوره دواړه سره وتړي.

تر دې مخکې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو هم ویلي وو چې که امریکا پر هند فشار رانه وړي، باید اجازه ورنه کړل شي چې «کابل» سوله وویني.

وروسته له دې چې د هند حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمیر ځانګړی حیثیت یا موقف ختم کړ او کشمیر یې د هند د خاورې برخه وګرځاوه، پاکستان سخت غبرګون وښود.

شریک کړئ

ورته مطالب