Post Image

ژورخپګان یو ډول اختلال دی. د زړه، د وینې لوړ فشار او شکرې ناروغۍ په څېر ژورخپګان هم ښايي ارثي وي. د ژور خپګان درلودل د چا تېروتنه نه‌ده. اړتیا نشته چې له امله یې د شرم احساس وکړو. بلکې اړتیا ده چې په ژور خپګان له اخته کسانو څخه جدي ملاتړ وشي؛ هغسې ملاتړ لکه څنګه چې په سرطاني ناروغیو اخته کسانو څخه کېږي.

نانسي بورګاین څه باندې ۲۵کاله کېږي چې په یو فامیلي انسټيټیوټ کې د کلینیک مشره ده؛ چېرته چې په ژور خپګان اخته ۱۷۰ تنه په کې تر درملنې لاندې دي.

وال سټریټ ژورنال ویب‌پانې له نانسي بورګاین سره په دې اړوند اوږده مرکه کړې چې ځینې برخې یې دلته لوستلی شئ!

په ژور خپګان اخته کسان څنګه تشخیصولی شو؟

ډېر خوب، د بښنې احساس، د افسوس احساس، په تمرکز کې ستونزه، بې‌پامي، ژر غوسه کېدل، غیرمنطقي فکرونه، ناخوښي او داسې نور د ژور خپګان عمده نښې نښانې یا علایم دي. زما مشوره دا ده چې تاسو د یوې اوونۍ لپاره دا پورتنۍ نښې وګورئ او یا وڅارئ او بیا په ژور خپګان اخته کس څخه وپوښتئ، « زه نه غواړم چې ستا په کارونو کې مداخله وکړم، خو ایا دا کوم کارونه چې تاسو کوئ، دا سم دي؟» نو په دې توګه په اسانه پوهېدلی شئ چې نوموړی  ژور خپګان لري او که نه؟ تاسو د دغې پوښتنې او یا دې ته ورته پوښتنو د مطرح کولو پرمهال ځان ناخبره وښایست.

په ژور خپګان اخته وګړي ډېری وخت فکر کوي چې پخواني حالت ته نه‌شي ستنېدلی، دا ولې؟

اندېښمن کس ډېری وخت په ځان کې ډوب وي او د ځان په اړه منفي فکرونه روزي او داسې انګېرې چې ګواکې له نورو سره هېڅ اړیکه او تړاو نه‌لري. ښايي دوی له ځانه سره ووايي چې « پر موږ د نورو خلکو څه؟» یا هېڅوک زما مرستې ته نه‌راځي او یا څوک څه اړتیا لري چې زموږ مرسته وکړي. یا هم ښايي له ځانه سره داسې وانګېري «که زه له دوی سره خپل نظر شریک کړم،  کېدای شي د لیوني په سترګه راته وګوري.»

ایا شونې ده چې په درملنه کې له بېلابېلو لارو چارو او روشونو ګټه پورته کړو؟

هو، ژور خپګان یوه رښتینی اختلال دی. د ژورخپګان اختلال، تر لنډمهاله بدخُلقۍ یا د غم او وېر تر دورو چې د یوه څه د فقدان(له لاسه ورکولو) له کبله رامنځ ته کېږي، شدید وي. له درملنې پرته، ښايي د ژورخپګان نښې یا اعراض میاشتې، کلونه یا ټول عمر وغځېږي. ښه خبر دا دی چې د ژورخپګان اختلال په تداوۍ او درملنې په لنډمهال کې له اتیا سلنه په زیاتو مواردو کې په اسانۍ رغېږي.

د دې لپاره چې له فشار پرته له چا سره مرسته وکړای شي او رغېدنه یې اسانه کړای شي، ښه دا ده چې ملګري او د کورنۍ غړی یې تر بل هر چا دغې مرستې ته چمتو وي. البته دا مرسته باید په داسې بڼه وي چې په ژور خپګان اخته کس یې احساس نه‌کړي، ځکه نوموړی نه‌غواړي چې څوک ورباندې پوه شي.

داسې کوم کارونه دي چې خلک یې ترسره کوي، خو ګټور نه‌وي؟

هو داسې ډېر کارونه دي. د بېلګې په توګه ځينې خلک وایي «ته» به جوړ شې، زه وروسته زنګ درته وهم «ته» جوړیږې، خو «وخت» ته اړتیا لرې. موږ باید په ژور خپګان اخته کسانو ته په ډېر درناوي ووایو: «ته قوي یې، ته دغه مشکل ته په ډېره اسانه ماتې ورکولای شې، زه هم دلته درسره یم، خو په دې شرط چې په شا نه‌شې او دا ستونزه پسې واخلې.»

ستاسو په باور څه شی ډېر ګټور دي؟

 له هغوی وپوښتئ چې څه ډول مرستې ته لېواله دي، یا ورته ووایاست «زه څه ډول مرسته درسره وکړم» ځکه ټول خلک یو شان مرسته نه‌غواړي، د ځینو نصیحت نه‌خوښېږي، د ځینو بیا هڅونه خوښېږي؛ د هر چا بېلې بیلې غوښتنې دي.

د دې لپاره چې پر هغه فشار رانه‌وړل ‌شي او د دې لپاره چې منفي فکرونه ونه‌کړي؛ نو ستاسو شتون او ستاسو منل هغه ته ډېر مهم دي. د فلم لېدو ته ورسره لاړ شئ او جالبې ټلویزیوني خپرونې وګورئ. د خپل ژوند په اړه ورسره خبرې وکړئ، د هغه د خوښې موضوع په اړه ځنې پوښتنه وکړئ او احترام یې وکړئ ځکه ښايي پر ځینو موضوعاتو تر تاسو ډېر پوه وي او یا په ځینو موضوعاتو کې ژوره مطالعه ولري.

څنګه کولای شو، دوی وهڅوو چې مخته لاړ شي او پرمختګ وکړي؟

تاسو کولی شئ، هم د هغوی په درملنه کې مرسته وکړئ او هم یې وهڅوئ چې له خپل همېشني ډاکټر سره وګوري. مګر ډېر جدیت ګټور نه‌دی. ممکن له دوی سره د شرم احساس وي. دوی ممکن د حقیقي شرایطو د درک لپاره وخت ته اړتیا ولري او دې ته هم اړتیا ولري چې وپوهېږي خپله د ستونزو لپاره حل نه‌شي موندلی او اړتیا ده چې ډاکټر ته لاړ شي.

د ژور خپګان درلودل په ټوله کې د اندېښنې وړ ده، خو ډېر پام باید هغو کسانو ته وشي چې ودونه لري، ایا همداسې ده؟

هو، همداسې ده. هغوی ممکن له جنسي اړیکو راوګرځي او بالاخره د بېلتون لامل شي. ښايي د کور په کارونو کې له برخه‌اخېستنې بې‌زاره شي، او یا ښايي د کور له وسایلو او توکو سره بې‌باکانه چلند وکړي، او که چېرې ماشومان ولري ښايي د هغوی روحیه متاثره کړي. غوره دا ده، دغسې ناروغان باید له هغو ارواپوهانو سره وګوري چې د ګډ ژوندانه په برخه کې تخصص لري، د دوی مشورو ته غوږ شي، ځان خوشحاله وساتي او په ورته وخت کې د خپلې کورنۍ له غړو په تېره بیا مېرمنې او ماشومانو سره ښه او دروند چلند وکړي.

ایا ښه ده چې په ژور خپګان اخته شخص يوازې پرېښودل شي؟

هو، خو د اوږدې مودې لپاره نه. ښايي ناروغ په خپله وغواړې یوازې واوسي، یوازې فکر وکړي، خو که هغه نه‌غوښتل بیا باید یوازې پرې نه‌ښودل شي، د هغه خبرو او غوښتنو ته باید درناوی وشي.

شریک کړئ

ورته مطالب