Post Image

د افغانستان لپاره سويډن کمېټې په ميدان وردګو ولایت کې د یوه برید پر مهال د څلور تنه روغتیايي کارکوونکو وژل غندلي دي.
د سویډن کمېټې له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتل شوي چې د ملکي وګړو او مامورینو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
د سويډن کمېټې د پروګرامونو مسوول خالد فهيم وايي، په ملکي وګړو او مامورینو بریدونه کول له بشرپاله قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.
نوموړی وايي چې د جګړې ښکېلې غاړې دي د جګړې قوانینو ته پاملرنه وکړي او پر ملکي وګړو او روغتیايي مراکزو دې له حملو لاس واخلي.
د یادولو وړ ده، څو ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ «سیدان تګي» کې چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه بلل کېږي د افغان امنیتي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د دوو روغتیايي کارکوونو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو، خو سویډن کمېټه وايي څلور واړه وژل شوي روغتیايي کارکوونکي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب