Post Image

ولسمشرغني په ملي دفاع وزارت کې له افغان ځواکونو سره د لېدنې او اختر مبارکۍ پرمهال ویلي، د سولې هوکړه بايد د افغانستان هويت او اقتدار تضمين کړي ګني په خبره يې پرته له دې هر ډول هوکړه ورته د منلو وړه نه ده.

ولسمشر غني په دې لېدنه کې چې نن سه شنبه ترسره شوه زیاته کړه، د سولې مذاکرات له قيد او شرط پرته دي خو وايي، سوله په شرطونو استواره ده او له شرط پرته سوله ممکنه نه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د سولې په هر راز هوکړه کې به پر امنيتي او دفاعي ځواکونو هېڅ ډول معامله ونه شي او نه به هم ورته معاملې ته اجازه ورکړي.

ولسمشر غني څرګنده کړه چې په درې‌واړو امنیتي، دفاعي او کشفي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راغلي او له همدې کبله پر وسله‌والو مخالفانو د جګړې په ډګر کې فشار زيات شوی دی.

نوموړي دغه راز يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د وسله‌وال پوځ منسوبينو ته به په نږدې راتلونکي کې د استوګنې نمرې هم وويشل شي:

«په راتلونکو شپږو اوونیو کې به د هیواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او هوايي ځواک پیلوټانو ته د استوګنې نمرې ووېشل شي او په هره قول اردو کې به د استوګنې واضح ښارګوټي جوړ شي چې زموږ د وسله وال پوځ د غړيو کورنۍ پکې په آرامۍ ژوند وکړي.»

ولسمشر غني دغه راز وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به د مشترکو ګټو په اساس واضح نړيوال تعهد وجود ولري او د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو.

نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امکاناتو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه هم ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د يادو ځواکونو د لا زيات تجيز او تمويل هڅې روانې دي.

شریک کړئ

ورته مطالب