Post Image

د افغانستان مالیې وزارت چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله په ملي عوايدو کې ۱۴سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د مالیې وزارت وياند شمروزخان مسجدي وايي، په وروستيو شپږو مياشتو کې ملي عوايد ۱۰۲ميليارده افغانيو ته رسېږي چې دا د تېر کال په پرتله ۱۴سلنه زیاتوالی ښیي.

مسجدي د ملي عوايدو د زیاتېدو عمده لاملونه له اداري فساد سره مبارزه، په دولتي ادارو کې د زورواکو د لاسوهنو مخنيوی او د ګمرګاتو په مالياتي سيستم کې د بدلون رامنځ ته کېدل، په ګوته کوي.

د مالیې وزارت ویاند چې په دې اړه یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، زیاته کړه:

«په وروستيو شپږو مياشتو کې يوازې له ګمرکاتو څه دپاسه ۴ميليارده افغانۍ عايد ترلاسه شوی، دا په ښکاره ډول د مالياتي سيستم د ښه کېدو ښکارندويي کوي.»

 

مسجدي دغه‌ راز زیاته کړه، تر اوسه د دولتي ادارو له لوري ۴۱سلنه پراختيايي او ۴۵سلنه عادي بودجه مصرف شوې ده. نوموړي وويل:

«د مالیې وزارت چارواکي هڅه کوي چې د مالي کال تر پایه پورې ټولې ادارې خپله ۹۵سلنه بودجه ولګوي.»

شریک کړئ

ورته مطالب