Post Image

سعودي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل مدينې ښار کې د عمره‌کوونکو د عملې يو بس د ټکر کېدو په پېښه کې ۳۵ تنه عمره‌کوونکي مړه شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.

د مدينې ښار د پوليسو وياند هم رسنيو ته پېښه تائيد کړې او زياته کړې يې ده چې د حاجيانو لپاره ځانګړی شوی بس د مدينې سپېڅلو ځايونو ته په لاره له يوه (لوډر) سره جنګېدلی دی.

د راپورونو له مخې په بس کې سپاره کسان له اسيايي او يو شمېر عربي هېوادونو د عمرې ادا کولو په هدف سعودي عربستان ته تللي وو.

د يادې پېښې مړه او ټپيان د الحامه په نوم د ښار نېږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د تېر ميلادي کال په اپرېل کې هم د ورته پېښې له کبله د بريتانيا څلور تنه عمره‌کوونکي مړه شوي و او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.

ياد بس د سعودي عربستان له مدينې ښار څخه د مکې سپيڅلي ښار ته په لاره و.

شریک کړئ

ورته مطالب