Post Image

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په  ورځ اعلان وکړ چې د ملي امنيت سلاکار جان بولټن يې له دندې لرې کړی دی.

نوموړي په دې اړه په خپل ټويټر کې ويلي چې نور په سپينه ماڼۍ کې د جان بولټن خدمتونو ته اړتيا نشته.

ټرمپ په دې اړه په خپله ټويټر کې ليکلي:

«تېره شپه مې جان بولټن ته خبر ورکړ چې نور په سپينه ماڼۍ کې د ده خدماتو ته اړتیا نشته. زه د نوموړي له ډېرو مشورو راضي نه وم او په اداره کې نور خلک هم ورسره سلا نه وو. ځکه مې ترې د استعفا غوښتنه وکړه چې نن سهار را ورسېده.»

له دې سره همهاله جان بولټن هم په دې اړه غبرګون ښوولی او په خپل ټويټر کې يې ويلي چې دی له دندې لرې شوی نه بلکې پخپله يې استعفا کړې ده.

خو ټرمپ بيا ادعا کړې چې له بولټن يې د استعفا غوښتنه کړې وه.

جان بولټن د امريکا د بهرني سياست په ځينو مواردو کې له ولسمشر ټرمپ سره اختلافات درلودل په ځانګړې توګه د افغانستان سولې په اړه چې څو ځله يې پر يادې پروسې د نيوکې ترڅنګ اعتراض هم کړی و او په ياده مسئله کې يې ځان څنګ ته شوی بللی و.

دغه راز نوموړی د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې مخالفت هم کړی چې له مخې به يې زرګونه تنه امريکايي سرتيري له افغانستان څخه وځي.

بولټن د امريکا متحده ايالاتو په حکومت کې د ايران تر ټولو سرسخته دښمن و او ان پر دې هېواد يې د بمبارۍ پلوي هم کوله. نوموړي پر ايران د بنديزونو په لګولو کې هم مهم رول درلود.

بولټن د ټرمپ په اداره کې د يوه جنجالي شخص په توګه مشهور و او تل يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر حضور، پر ايران د بمبارۍ او د شمالي کوريا حاکم نظام په نسکورولو ټينګار کاوه.

د ځينو راپورو له مخې جان بولټن د ډونالډټرمپ په حکومت کې د اسراييلو خورا زيات خواخوږی و او له دې هېواد سره يې د امريکا له هر راز مرستو ملاتړ کاوه.

اوس داسې انګيرل کېږي چې د بولټن په لرې کېدو سره اسراييلو هم په سپينه ماڼۍ کې خپل نږدې ملاتړی او پلوی له لاسه ورکړ.

د بولټن په اړه په افغانستان کې هم د چارو شنونکي بېلابېل نظرونه لري او نوموړی د امريکا په سياست کې سخت دريځی شخص بولي.

د چارو شنونکی ستانه‌ګل شيرزاد وايي، بولټن د جنوبي اسيا لپاره د امريکا په ستراتيژۍ کې د افغانستان په اړه پر سخت دريځۍ سربېره ښه رول لوبولی دی او زياتوي چې نوموړی پر دې باور و، چې وسله‌وال طالبان د سولې پر ځای پر جګړې زياته عقيده لري او له همدې کبله يې د امريکا او دې ډلې ترمنځ د سولې هوکړې مخالفت هم کاوه.

د شيرزاد په خبره بولټن درک کړې وه چې له تدبير پرته د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په ترڅ کې ښايي د افغانستان وضعيت د سموالي پر ځای لا خراب شي او له همدې کبله وه چې د يادې هوکړې پر وړاندې يې کلک دريځ خپل کړ:

«بولټن ډېر سخت دريځی و، د ايران پر وړاندې يې ډېر سخت حساسيت درلود خو د افغانستان سولې او په دې هېواد کې د امريکايي ځواکونو حضور په اړه يې دريځ بيا د افغانستان په ګټه و. ځکه دی پوهېده چې طالبان يوازې پر جګړې عقيده لري.»

خو ځيني نور شنونکي بيا په نړيواله کچه د جان بولټن دريځ د امريکا پر ګټو ولاړ بولي.

د چارو شنونکی نبي مصداق وايي، جان بولټن تل په نړيوالو قضاياوو کې د امريکا ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړی او د نوموړي سخت دريځي يوازې د امريکا د ګټو په هدف وه.

د مصداق په خبره، خو دا چې د نوموړي سخت دريځي په اوس کې د امريکا سياست ته د ګټې پر ځای د زيان په مانا وه او يا هم ولسمشر ټرمپ د سياست پر ځای پر اقتصادي ګټو زيات تمرکز کاوه، له کبله يې دی له دندې لرې شو.

نوموړې په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«د بولټن دريځ يوازي او يوازې په نړۍ کې د امريکا د حيثيت پر ساتنې او د امريکا پر ګټو ولاړ و. خو ترمپ يو تجار دی او هر څه ته له اقتصادي پلوه ګوري همدا و چې دواړو ترمنځ اختلاف پيدا شو او بلاخره بولټن له دندې لرې شو.»

تر اوسه د امريکا ولسمشر د جان بولټن پر ځای کوم څوک نه دی ګمارلی خو ويلي يې دي چې په راتلونکي اوونۍ کې به د نوموړی ځايناستی وټاکي.

شریک کړئ

ورته مطالب