Post Image

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، پرون د ملي پوليسو او کابل ګارنيزيون له لوري ۱۳۸ تنه هغه غيرمسوول وسله‌وال نيول شوي چې د دوی په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي:

«تېره ورځ د ملي پولیسو او کابل ګارنېزيون له لوري ۱۳۸ تنه اوباش کسان، غيرمسوول وسله‌وال او د عامه نظم ګډوډوونکي په کابل ښار کې نيول شوي دي. له دوی په لسګونو ميله غيرقانوني وسله‌ او ۵۱ عرادې وسايط هم د پوليسو لاس ته لوېدلي دي.»

نصرت رحيمي زياته کړې:

«له بده مرغه د عزادارۍ له کاروانونو په ګټې اخیستنې د مخامخ فيرونو په پايله کې د دې لنډغرو له لوري دوه تنه يو د ملي اردو افسر او يو ملکي وګړی وژل شوي او ۷ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.»

رحيمي ټينګار کړی چې د دې کسانو دوسيې په ډېر ژر وروستۍ او د هېواد عدلي او قضايي مراجعو ته ولېږل شي.

له بل لوري نن د ملي يووالي حکومت اجرايه رئيس او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله بيا د عاشورا په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته په خپلو خبرو کې په يو ډول له دې کسانو دفاع وکړه او د دوی پر وړاندې يې د ملي پوليسو پر چلند نيوکه وکړه.

نوموړي وويل: «هوايي ډزې جواز نه لري، خو د پوليسو چلند هم غيرانساني و، دې چلند ته بايد د پای ټکی کېښودل شي، هوايي فيرونه هم د خلکو د اندېښنې سبب کېږي خو دا ډول مخنيوي يې سمه لاره نه ده.»

عبدالله دغه راز وويل:

«جنايتکاران په قدرت کې دي، موږ له امنيتي ځواکونو هيله کوو چې په ټول توان دې دې ټکو ته متوجه وي. انساني برخورد دې وکړي، له پولیسو بايد سياسي استفاده ونه شي.»

نوموړي د احمدشاه مسعود د پلويانو په نوم د غيرمسوولو وسله‌والو په ډزو کې د يوه افسر او يوه ملکي وګړي وژل کېدو ته هېڅ اشاره ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کابل ګارنېزيون خبرداری ورکړی و چې د احمدشاه مسعود د پلويانو په نوم دې يو شمېر کسان د ښار نظم نه ګډوډوي، وسلې دې نه ګرځوي او د خلکو د امنيت او رواني ثبات د زیانمنېدو باعث دې نه کېږي، خو له دې سره سره يو شمېر کسانو په کابل ښار کې هوايي ډزې کولې، چې په دې ډزو کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له بل لوري د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود هم پر خپل ټوېټر دا ډول کسان د خپل پلار د لارې پيروان نه دي بللي او په ټينګار سره يې ويلي چې دا ډول کسان د دوی له ډلې نه دي.

د احمدشاه مسعود د تلين په ورځ هر کال د نوموړي د پلويانو او عزادارانو په نوم يو شمېر کسان په کابل ښار کې په موټرونو کې ګرځي، ډزې کوي او عامه نظم ګډوډوي. د دوی په ډزو کې ډېر کله يو کابل ښاريانو ته مرګ‌ژوبله هم اوړي چې دا ځل د افغان پوليسو له جدي غبرګون سره مخ شوي دي.

 

شریک کړئ

ورته مطالب