Post Image

له وسوله‌والو طالبانو باخبره کسان وایي، ټاکل شوې نن د امريکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د افغانستان سولې خبرې بيا په قطر کې پيل شي او  دواړه لوري به د دويم ځل لپاره د سولې مذاکراتو په پيلولو سره پر افغان سوله بحث وکړي.

پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر اغا وايي، ننۍ خبرې ښايي تر ډېره مقدماتي بڼه ولري او په خبره يې په راتلونکو ورځو کې به د سولې په اړه بحث دامريکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د پخوانۍ وروستۍ شوې هوکړې په چوکاټ کې کېږي.

نوموړی زياتوي چې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به د دواړو لوریو ترمنځ د سولې پخوانۍ هوکړه وروستۍ او لاسليک ته چمتو شي.

سيد اکبر اغا دغه راز زياتوي چې د سولې په نننیو خبرو کې به پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو هم خبرې وشي.

نوموړي په دې اړه له افغانيې سره خبرو کې وويل:

«ممکن په نننیو خبرو کې پر اروبند او د تاوتریخوالي پر کمولو هم خبرې وشي. خو زه فکر نه کوم چې طالبان دې تر هوکړې وړاندې اوربند ومني او په دې اړه به په بین‌الافغاني خبرو کې تمرکز وشي.»

په ورته وخت کې يو شمېر امريکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته تائيد کړې چې په قطر کې د دغه هېواد مرکچي پلاوي له طالب چارواکو سره خبرې پيل کړي دي.

دې چارواکو زياته کړې چې په پيل شويو مذاکراتو کې به د امريکا له لوري تمرکز د تاوتريخوالي پر کمولو او دغه اوربند ته د زمينې پر برابرولو وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد دوې ورځي وړاندې قطر ته رسيدلی او نن به په دې هېواد کې د طالبانو سياسي دفتر له غړيو سره یو ځل بیا د سولې په اړه مذاکراتو ته کېني.

خلیلزاد د سولې خبرو تر پیل وړاندې کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشرغني سره ليدلي وو او له نوموړي يې د يادې پروسې بيا پيلولو په هدف اړينې مشورې اخيستي دي.

ولسمشر غني خلیلزاد ته سپارښتنه کړې چې له وسله‌والو طالبانو سره دې د سولې په دويم ځلي مذاکراتو کې اوربند او له افغانستان څخه دباندې د يادې ډلې د پنټځايونو له منځه وړل په جدي توګه په پام کې ونيسي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه