Post Image

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۸میلادي کال په ترڅ کې د ټرافیکي پېښو د ټپیانو شمېر د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د ټپیانو په پرتله ۱۳برابره زیات شوی.

د چارواکو په خبره په ۲۰۱۸میلادي کال کې د ټرافیکي پېښو له امله روغتونونو ته ۵۲زره او ۶۵۷تنه ټپیان لېږدول شوي، حال دا چې په همدې کال کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله روغتونونو ته د لېږدل شویو کسانو شمېر ۴۵۵۵ تنو ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې همداراز ښيي چې د ۲۰۱۸میلادي کال په ترڅ کې شاوخوا ۵۴۰ تنه چې ۱۱۲یې ښځې دي، په ټرافیکي پېښو کې وژل شوي دي.

په دې مرګونو کې هغه کسان شامل دي چې تر پېښې وروسته په روغتون کې وژل شوي او یا یې د پېښې له ځای څخه مړي روغتونونو ته انتقال شوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله بیا ۱۳۶۶تنه وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت له معلوماتو څخه جوتېږي چې هره ورځ لږ تر لږه ۱ ښځه، ۳ ماشومان او ۹ نارینه د ټرافیکي پېښو په نتیجه کې وژل شوي دي.

ټرافیکي پېښې په افغانستان کې د افغانانو د وژل کېدو دویم لوی عامل ښودل شوی.

د پیک په نوم د تحقیقي خبریالۍ مرکز موندنې ښيي چې په تېرو ۱۲ کلونو کې هر کال په منځنۍ کچه په افغانستان کې لږ تر لږه پنځه زره تنو ته په ټرافیکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو ریاست د معلوماتو پر بنسټ چې دغه مرکز رااخیستې له ۱۳۸۵لمریز کال د ۱۳۹۶کال تر پایه په ټرافیکي پېښو کې نږدې ۱۶زره افغانان وژل شوي او تر ۴۲زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

دا فقط هغه شمېرې دي چې د ټرافیکو عمومي ریاست ثبت کړې دي.

د دغې څېړنې پر بنسټ ملګري ملتونه په تروریستي او نورو پېښو(چاودنو، ځانمرګو بریدونو، وسله‌والو نښتو) کې په کلنۍ کچه د ۳زره افغانانو د وژل کېدو او ۷زره نورو د ټپي کېدو پخلی کوي.

دا څېړنه د نړیوال بانک په حواله کاږي چې یوازې ۳۰سلنه ټرافیکي پېښې د هېواد په لویو ښارونو(کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار او بغلان) او پاتې نورې په لویو لارو کې ثبت شوې دي.

خراب سړکونه، د موټرچلوونکو کمه ‌تجربه، د موټرچلولو پرمهال د نشه‌يي توکو کارول، له ټرافیکي قوانینو سرغړاوی، ډېر سرعت او بې‌پروايي د ټرافیکي پېښو د ډېروالي او مرګ ژوبلې عمده لاملونه په ګوته شوي.

شریک کړئ

ورته مطالب