Post Image

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د لوړپوړیزو ودانيو په سيمه کې د ۷۰ ميليونو افغانيو په ارزښت د يوه عصري او پرمختللي ورزشي جمنازيوم د جوړېدو چارې پيل شوې.

دغه جمنازیوم په ۳۵۰۰ متره مربع ځمکه جوړيږي، چې د بېلابېلو لوبو لپاره به پراخه او معياري لوبغالي، د ۳۰۰۰ کسانو لپاره د نندارې ځای، د تمريناتو دوه سالونونه، د فدراسيونونو او سپورتي ټولنو لپاره د کنفرانسونو دوه تالارونه، اداري خونې، تشنابونه او نور اړين ملحقات ولري.

د دغه جمنازيوم ساختماني چارې به د يوه کال په موده کې د جمهوري رياست د ملي پراختيايي عملياتي ادارې په مالي لګښت د بنایي تصدۍ د ریاست له لوري بشپړې شي.

د پکتيا ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي له قوله ويل شوي، که څه هم د دې ولایت ورزشکارانو د هېواد او نړۍ په کچه اتلولۍ ګټلې دي، خو په تېرو وختونو کې دوی ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

خبرپاڼه کې د ښاغلي کټوازي له قوله راغلي:

« د دې جمنازیوم په جوړېدو سره به د پکتيا ولایت ورزشکاران د لوبو او تمریناتو یو عصري ځای ولري او په ملي او نړیواله کچه به د بېلابېلو لوبو د کوربه توب جوګه شي، د پکتیا ولایت ورزشکارانو ته د ورزشي اسانتیاوو برابرولو تر څنګ به د دوی هر اړخيز  ملاتړ ته دوام ورکوو.»

په ورته وخت کې د پکتيا ولایتي شورا مرستيال ایوب غروال وايي، د دغه جمنازیوم جوړېدل د پکتیا د ځوانانو د ورزشي ظرفیتونو په رابرسېره کېدو کې بې ساری ګام دی.

نوموړي د پکتيا والي څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د ځوانانو د ملاتړ او پياوړتيا لپاره دې خپلو هلو ځلو ته همدغه شان دوام ورکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب