Post Image

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، داعش ډله د افغانستان په شرق کې له سختې ماتې سره مخ ده او ډېر ژر به په بشپړ ډول وځپل شي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستيال ضيا یاسين وايي، د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په نتيجه کې داعش ډله په بشپړ ډول د ځپل کېدو په حال کې ده او ډېر شمېر جنګيالي یې تسليم شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په شرق کې وسله‌وال طالبان هم له سختو فشارونو سره مخ دي.

ياسين په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي:

«د افغانستان زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې داعش ډله د افغانستان په شرق کې له سختې سره مخ ده او ډېر ژر به په بشپړ ډول وځپل شي.»

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې روسیې په تازه‌ګۍ سره ويلي چې داعش ډله غواړي په افغانستان کې مرکزونه جوړ او له دې ځايه پر مرکزي اسيا بريدونه طرح او پلان کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب