Post Image

له کلونو راهيسې چې پاچاګردشۍ وينم، نو د ښځو په نوم مې په سياسي قوت يقين لا پياوړی شي. خو دا هم وينم چې له همدې قوت څخه نارينه څنګه د ځان په ګټه قوي، خو د سياست لپاره ضعيفه استفاده کوي. همدا ده چې د همدې ضعيف سياست له وجهې نوموتي نارينه راټوکېږي او ټولنه نه دا چې وروسته پاتېږي، بلکې لا هم په شا ځي.

امان‌الله خان د ښځو په نامه هغه وخت په ټول قوت له تخته وغورځول شو چې له یوې خوا یې د مېرمنې بربنډ فوتو شاپ شوی عکس خپور کړل شو او له بلې خوا ښوونځي، درس او تعليم ته د نجونو د استولو پر سر تکفیر کړای شو.

د ظاهرشاه پاچا د ډموکراسۍ په کلونو کې هم د نجونو په مخونو او لنګيو تيزابونه وپاشل شول. د خلق ګوند د حکومت په دوران کې هم تر هرڅه لومړی تور دا و چې فحشا ترویجېږي او د ښوونځيو نجونو ترانې او سندرې به د ښکاره مثال په بڼه وړاندې کېدې.

د مجاهدینو په راتګ سره لومړني بنديزونه په مېرمنو راغلل. په هر ځای او هره اداره کې به په دوی د ټیکري او کاليو له امله نيوکې کېدې. د دوی له پوهې د ټولنې په ګټه هېڅ کار وانه‌خېستل شو، خو بل لور ته بیا هر مجاهد د څلورو څلورو مېرمنو خاوند شو.

د طالب حکومت پر مهال خو ټولې ښځې او نجونې په کور کېنول شوې. په عام محضر کې په لښتو ووهل شوې او لا هم د دوی له لوري د شریعت خلاف سنګسارېږي.

دا وسله په سياست کې که څه هم سپکه، خو په کارولو کې درنه ده.

هغه ټولنه چې نه په اسلامي لحاظ، بلکې تر ډېره د ټولنيز فرهنګ له لحاظه د ښځې نوم له اخېستو سره حساسه ده، په کَچَه او بې‌خونده خام سياست کې په ډېره سپکه بڼه د ښځې نوم په بدو الفاظو اخلي.

نړۍ له سياستوالو ښځو ډکه ده او د ښو او يا ناسمو کارونو يادونه او نيوکه يې کېږي، خو د شخصي اړيکو او اخلاقو يادونه يې څوک نه‌کوي. بدبختانه په افغانستان کې چې «فرشته» ښځه هم په سياست کې سر راپورته کړي، د ځپلو لپاره يې لومړنی گوزار پر پاکه لمنه دی. دا وسله د نارينه سياستوالو پر شمله هم لا کاري ده چې د ښځو او د شاوخوا مېرمنو په تورنولو يې ووهي.

خو د شملو په هېواد کې دا شمله‌ور څنګه دا ټیټ کار کولای شي! دا شمله‌ور چې ښځه د خپل ناموس په نامه يادوي څنګه د بل د بې‌ناموسۍ په ښکاره‌ کولو د همدغه وطن ښځې تورنولای شي!؟

د افغانستان په سنتي او مذهبي ټولنه کې چې د سواد او پوهې کچه هم په پرگنو کې لا اوچته نه‌ده، ښځه په مذهب او رواجونو پورې تړلې ده. ښځه لا هم نه د يوه خدای ‌پيدا کړي انسان، بلکې د نارينه د لاس متاع او مال په څېر ارزول کېږي. حتی د ډ‌موکراسۍ نندارې په روانو کلونو کې ځينې نارينه ځان ډ‌موکراسۍ ته ژمن بولي او ښځې ته د خور او مور په نامه درناوی ښيي، خو د يوه خپلواک انسان په توګه يې نه پېژني او نه هم حق ورکوي او ان دا چې د سياست په ډګر کې لومړنۍ استفاده له همدغې وسلې کوي.

جنرال احمدزی چې ځان ډموکراسۍ ته ژمن بولي، د دفتر اسناد (د جمهور ریيس د دفتر سکيجول) له ځان سره دباندې راباسي او "په ارگ کې د سيستماتيکې فحشا د ترويج" يادونه کوي. د ده له خولې بايد لومړی د "فحشا" تعريف واورو. دی ښايي د "فحشا" په حقيقي معنا لا نه‌پوهېږي.

په داسې حال کې لکه څنګه چې ويل کېږي، دی په لوړو چوکيو د ښځو نصبولو مخالف دی او د همدې مخالفت له کبله ورته د "زن‌ستيز" نوم ورکړل شوی دی. همدا په لوړو چوکيو د ښځو نصبول به د ډموکراسۍ ځان‌ښودونکو ته ښايي د "فحشا ترويجول" برېښي!

دی چې د جمهور ریيس ځانګړی ستر امنیتي سلاکار و، لا هم د کمپاين په وخت کې د جمهور ریيس د امنيت‌ نيولو په پاداش کې دا کم بولي او د نه ‌امتياز ورکولو ګیله لري.

ډاکټر منير احمد په دې باب په يوه بحث کې ښه توضيح ورکړې:

«دوی له ولسمشر سره د گډو وطني موخو لپاره بې ‌قيد او شرطه همکاري منلې وه.»

دوی کولی شي د ولسمشر سياست او کړن‌لاره وغندي، تېروتنې يې په ګوته کړي، مشوره او يا خبرداری ورکړي او د کمپاين په شان ورسره همکاري وکړي، خو دا حق نه‌لري چې ووايي«ماته هم امتياز راکړه». دا په اخلاقي لحاظ سم کار نه‌دی. که چېرې ولسمشر په وطني چارو کې ستاسو سره کړې ژمنې پر ځای کړي نه‌دي؛ نو ښه به دا وي چې بل ځل ور نه ملاتړ ونه‌کړي. خو دا به نه‌واياست چې ماته يې چوکۍ رانه‌کړه؛ نو د ولس ټاکنه ناسمه ده.»

خو جنرال احمدزی دا ټاکنه ناسمه بولي او وايي، له اشرف غني سره د خلکو ملاتړ نه‌و.

کاش ده د خپلې خطا بښنه غوښتې وای چې د اشرف غني په کمپاين کې يې له ده سره دومره همکاري کړې چې د خلکو له نه ملاتړ سره سره يې بيا هم واک ته رسولی دی.

د دغو خامو سياستوالو دا تر ټولو لويه کمي او تر ټولو غيرانساني عمل دی. د دې پر ځای چې د نيمګړتياوو او يا قانوني تېروتنو اسناد محکمې ته وړاندې کړي، د بې‌بنياده تورونو سره ميډيا ته ناست وي او ځان شرموي. دا توان بيا رسنۍ هم نه‌لري چې موضوع تعقيب کړي، پلټنه پرې وکړي او رښتيا او درواغ يې خلکو ته روښانه کړي. بس د بيان ازادۍ په نوم څو درواغ د چا په خوښه خپاره کړي، شورماشور جوړ کړي او خپله ورته د "خير په غونډۍ" کيني.

شریک کړئ

ورته مطالب