Post Image

د افغانستان حکومت وايي، د افغانستان، پاکستان او چين په درې اړخيزه غونډه کې له پاکستان په جدي توګه غوښتنه کېږي چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې عملي ګامونه واخلي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت‌الله احمدي نن په کابل کې خبري ناستې ته وويل، په درېيمه درې اړخيزه غونډه کې افغانستان هڅه کوي پاکستان پر خپلو ژمنو عمل ته وهڅوي.

نوموړي زياته کړه:

«افغانستان تر دې وړاندې د وسله‌والو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې له پاکستان سره همکاري کړې او پاکستان هم بايد ثابته کړي چې له افغانستان سره په دې مبارزه او همکارۍ کې رښتينی دی.»

نوموړي زیاته کړه، تر دې مخکې هم پاکستان د ترهګرو ډلو د ځپلو په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنې کړې وې، خو په خبره یې دا ژمنې يوازې د کاغذ پرمخ پاتې شوې او عملي بڼه یې نه درلوده.

د افغانستان، پاکستان او چين تر منځ درې اړخيزه غونډه نن پيل شوې.

تر دې وړاندې د دې لړۍ دوې نورې غونډې لومړۍ په چين او دويمه په کابل کې جوړه شوې وه.

شریک کړئ

ورته مطالب