Post Image

د سیاسي چارو شنونکي وایي، د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان کوم قانوني او حقوقي صلاحیت نه‌لري چې د ولسمشر لپاره کاري موده وټاکي او د سترې محکمې د پرېکړې پر وړاندې ودرېږي.

د شنونکو په خبره د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان له دې لارې هڅه کوي چې حکومت تر فشار ونیسي او خپلې غوښتنې پرې ومني او یا د خپلو پلویانو لپاره ترې امتیازونه واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه او شنونکی خالد سادات وايي، د سترې محکمې پرېکړې پر بنسټ د ولسمشر د کار دوام قانوني دی.

نوموړي په دې اړه انسان نیوز ته وویل:

«که ولسمشر خپله نوماند هم نه‌ وي د ټاکنو ترسره کېدو پورې کولای شي د سترې محکمې پرېکړې ته په پام کار ته دوام ورکړي. کاندیدان د دې صلاحیت او واک نه‌لري چې د سترې محکمې د پرېکړې پر خلاف غږ اوچت کړي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخواني غړي وایي، د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې د ستونزو حل پر ځای نورې او نوې ستونزي نه زېږوي.

ګل پاچا مجیدي وایي، د مؤقت حکومت طرحه او له واک څخه د ولسمشر لاس په سر کېدل نه د هېواد په خیر ‌دي او نه قانوني اړخ لري.

نوموړي انسان نیوز ته وویل:

«له یوې خوا سترې محکمې دا موضوع تفسیر کړې او له بلې خوا ولسمشر په ځلونو ځلونو د ټاکنو له کمیسیون غوښتي چې د ټاکنو ترسراوي ته زمینه برابره کړي او د واک اوږدوالي ته دې لاره نه اواروي، خو دا چې ټاکنې ونه شوې د سترې محکمې پرېکړه یوه قانوني او حقوقي پرېکړه ده.»

مجیدي زیاتوي، فرضاً که ولسمشر غني د سرپرست حکومت لپاره زمینه هم برابره کړي، نوماندان یې د مشرتابه پر سر نه‌شي جوړېدای.

د حقوقي چارو کارپوه کبير رنجبر هم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو غوښتنې بې‌ځایه بولي او وايي، دی حیران دی چې دوی د چا په استازیتوب ځان ته دا حق ورکوي چې دومره غټې غټې خبرې وکړي.

نوموړي انسان نيوز ته وويل، د حکومت کاري مودې غځېدو په اړه کومه پرېکړه چې د افغانستان سترې محکمې کړې، د اساسي قانون سره په ټکر کې نه‌ده.

«زه فکر کوم هغه پرېکړه چې د افغانستان سترې محکمې کړې د اساسي قانون سره مطابقت لري، سربېره پر دې د افغانستان شتو کړکېچونو او ستونزو ته په کتو دا پرېکړه په بشپړ ډول پر ځای ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو ۱۲نوماندانو تېره ورځ د یوې طرحې په وړاندې کولو سره وویل، د جوزا تر لومړۍ وروسته د ولسمشر د کار دوام ناقانونه دی. د دغو نوماندانو خبره ولسمشر دې یا خپلې نوماندۍ تېر شي او یا دې له حکومت لاس واخلي.

 

شریک کړئ

ورته مطالب