Post Image

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې به د کانونو او سمنټو څو لویې پروژې داوطلبۍ ته وسپارل شي.

 کانونو وزارت وايي، هدف دا دی چې په استخراجي سکټور کې د قراردادونو ورکړې په ټپه درېدلی بهیر بېرته پیل شي.

کانونو او پټرولیم وزارت په ورته وخت کې د پروژو دا نوې داوطلبي په هېواد کې د خصوصي سکټور پانګه‌والو لپاره هم یو ښه فرصت بولي.

یادې پروژې په هرات، کندهار، غزني، ننګرهار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، د دغو پروژو په پلې کېدو سره به ډېر کاري فرصتونه هم پیدا او په عوایدو کې زیاتوالی رامنځ ته شي.

د مطفي په خبره، هره پروژه له ۱۵تر ۱۰۰میلیونه ډالرو پورې ده او هیله کېږي چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ او وده کې یو څه نسبي بدلون رامنځ ته کړي. نوموړي په‌ دې اړه انسان نیوز ډیسک ته وویل:

«د هرات سمنټو فابریکه چې د ۳۲۰۰ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري، د کندهار سمنټو فابریکه چې د ۱۶۰۰ټنه تولید ظرفیت لري، دغه راز د غزني زرکشان سرو زرو پروژه، د ننګرهار اچین ولسوالۍ تالک پروژه، په بغلان کې د غوري سمنټو درېیمه پروژه او په بدخشان کې د لاجوردو پروژه به ژر اعلان شي او ممکن ټول ټال ۲۰۰تر ۳۰۰میلیونه ډالرو پورې پانګونې ته اړتیا ولري.»

 

د استخراجي منابعو تګلاره

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د استخراجي سکټور لپاره یوه ځانګړنې تګلاره لري او اکثریت چارې د همدغې تګلارې په رڼا کې سمبالېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د دغې تګلارې له مخې ټول لومړیتوبونه مشخص شوي او پر بنیاد یې اقدامات کېږي. نوموړي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته زیاته کړه:

«په تګلاره کې مشخص شوي چې موږ په کومو برخو کې قراردادونه کوو، کومې پروژې لرو او څنګه به یې عملي کوو. دا تګلاره د افغانستان اوسني استخراجي سکټور ليدلوری دی. د همدې ليدلوري پر اساس موږ په دې وروستيو کې ۴۳پروژې اعلان کړې، له دې ډلې د ۲۹پروژو داوطلبي مو عملاً پیل کړې او د  شپږو پروژو داوطلبي به ډېر ژر پیل شي.»

 

بهیرونو ساده کول

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د استخراجي سکټور لپاره د مشخصې تګلارې شتون ترڅنګ د قوانینو نوي کولو او پروسو برېښنايي کولو خبره هم کړې ده.

دا اداره وايي، د کانونو نوي قانون پر بنسټ به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې پراخ فرصتونه رامنځ ته شي. د کانونو او پټرولیم وزارت معلوماتو له مخې دمګړۍ د کانونو نوي قانون له مخې په ټیټه کچه د کان کیندنې د داوطلبۍ بهیر ډېر اسانه شوی.

 د کانونو سرپرست وزیرې نرګس نهان د جوزا په ۲۹مه په یوه خبري غونډې کې په  دې اړه داسې ویلي و:

« د نوي قانون له مخې د ټیټي کچې کان کیندنې په پروژو کې، یوازې کورني پانګه‌وال پانګونه کولای شي.»

نهان په همدغه غونډه کې ۲۰۱۹میلادي کال د کانونو په سکټور کې د پانګونې کال یاد کړی و.

بلخوا د کانونو ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د پروسو اسانه‌کولو او ښې محاسبې په هدف د پروسو بهیر برېښنايي شوی دی. نوموړی وايي:

«له دې امله پانګه‌وال په اسانۍ کولای شي چې د پانګونې له فرصتونو او ارزښتونو خبر شي.»

 

درې قدمونه، ښه قدمونه

د اقتصادي چارو پوهان د کانونو او نورو استخراجي منابعو په برخه کې د کانونو وزارت د کارونو او پانګونې هرکلی کوي.

اقتصادپوهان وايي، د قوانینو او تګلارو په نوي او پروسو برېښنايي کېدو سره چې درې «مفید قدمونه» دي د کانونو په مدیریتي اړخ کې هم ژور بدلونونو رامنځ ته کېدای شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد اقبال ده‌سبزوال وايي، د پروسو اوږده مراحلو او د تګلارو زړښت په تېره موده کې د رڼې او شفافې پانګونې د جذب مخه نیولې وه.

ده‌سبزوال زیاتوي، د طالبانو تر سقوط وروسته په لومړیو کابو ۱۴کلونو کې د استخراجي منابعو د سم استخراج او پانګونې د جذب لپاره ډېر کار نه‌دی شوی؛ که نه شونې وه چې له دې درکه د افغانستان عواید خورا ډېر زیات شوي وای. ده‌سبزوال په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«دا یو ښه اقدام دی، پروسې باید وختې برېښنايي شوې وای، همدغسې د کان کېندنې تګلاره او قوانین، د کانونو وزارت دا اقدامات د پام وړ دي، په دې سره استخراجي سیمې په نښه او ښې مدیریت کېدلی شي، هرڅه به قانوني وي، عواید به زیات شي او بې‌روزګاري به راکمه شي، تر ټولو مهمه دا چې د خلکو اقتصاد به شي.»

ده‌سبزوال په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت له چارواکو غوښتنه کوي چې په ولایتونو کې په خپلسره توګه د کان کیندنې د مخنیوي لپاره هم په اقداماتو لاس پورې کړي.

د نوموړي په خبره په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې کانونه نه‌یوازې د عامو خلکو له لوري په غیر فني توګه کیندل کېږي، بلکې زورواکي، وسله‌والې ډلې او یو شمېر مافیايي کړۍ هم د کانونو په ناقانونه کیندنه او استخراج کې لاس لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي بیا د دغو اندېښنو په ځواب کې وايي چې  په ناامنه سیمو کې به د کانونو خپلسره کیندنو مخنیوي په پار له امنیتي ځواکونو مرسته وغوښتل شي.

شریک کړئ

ورته مطالب