Post Image

د افغانستان د کرکټ شپږيزه ليګ شپږم پړاو سيالۍ د روانې اکتوبر مياشتې په ۷مه د شپږو لوبډلو ترمنځ پيلېږي.

دا لوبې د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د شپږو لوبډلو (سپن غر زمریانو، بست ساتونکو، امو نهنګانو، کابل بازانو، بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو) ترمنځ د اکتوبر مياشتې تر ۱۷مې دوام کوي.

د شپږيزې کرکټ ليګ شپږم پړاو سياليو لومړنۍ لوبه د اکټوبر مياشتې په ۷مه د ماسپښين په ۱:۳۰ بجه د بند امیر ښامارانو او کابل بازانو ترمنځ کېږي.

د دې لوبو د خپرولو امتياز ملي راډيو ټلوېزيون ترلاسه کړی او دا لوبې به په ژوندۍ او قانوني بڼه خپرې کړي.

د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د سپین غر زمریانو د مالکیت امتیاز له مسلمیار ګروپ، د مس عینک اتلانو له وزیري ګروپ، د بندامیر ښامارانو له پاراګان سوداګریز ګروپ، د بست ساتونکو له عارف عظیم شرکت او د امو نهنګانو د مالکیت امتیاز له المصافي نړیوال سوداګریز شرکت سره دی.

د سپين‌غر زمريان

د سپن غر زمريانو لوبډله به د شفيق‌الله شفق په لوبډلمشرۍ په دې ليګ کې ولوبېږي.

د دې لوبډلې په نوملړ کې لانديني لوبغاړي برخه لري؛

شفيق‌الله شفق، نجيب ځدراڼ، سيد احمد شېرزاد، نجيب ترکی، شاهدالله کمال، حميد حسن، ظاهرخان پکتين، کريم صادق، وفادار مومند، عبدالواسع، شبیر نوري، ناصر توتاخېل، نواز خان، بهير محمود، اسحاق ځاځی، انعام‌الله، شمس الرحمن، تمیم سرخرودی او اصف موسی‌زی.

د يادونې وړ ده چې سپين غر زمريانو لوبډلې د شپږېزې ليګ په لومړي او درېيم فصل لوبو کې اتلولي خپله کړې وه او د درېيم ځل اتلولۍ د ترلاسه کولو په موخه دا ځل هم خپل بخت ازمايي.

د کابل بازان

د کابل بازانو لوبډله به د اصغر افغان په لوبډل‌مشرۍ په دې ليګ کې ولوبېږي.

د دې لوبډلې په نوملړ کې لانديني لوبغاړي برخه لري؛

اصغر افغان، حضرت‌الله ځاځی، سميع الله شينواری، کريم جنت، امير حمزه هوتک، وقار سلام‌خېل، يوسف ځاځی، يونس احمدزی، وحيدالله شفق، طاهر عادل، محمد سردار، عمران میر، عبدالله مزاری، عبدالرحمن، عبدالمالک، عبدالباقي پوپل، عبدالله  عادل، محمدالله او بختيار اتل.

د يادونې وړ ده چې د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزه څلورم پړاو اتلولي خپله کړې وه.

د بند امير ښارمان

دا لوبډله به د راشد خان په لوبډلمشرۍ په دې سياليو کې ګډون وکړي.

د دې لوبډلې په نوملړ کې لانديني لوبغاړي برخه لري؛

راشدخان، مجيب‌الرحمن، جاويد احمدي، فريد احمد ملک، عمران جنت، افسر ځاځی، ناصر جمال، عظمت‌الله عمرزی، ظاهر زړګی، شوکت زمان، نجات مسعود، حيات‌الله، باطن‌شاه عبدالرحيمزی، فطرت‌الله خاورې، نويد عبيد، ضمير خان، قاسم اورياخېل، عثمان عادل، رفعت‌الله او اکمل.

د يادونې وړ ده چې د بندامير ښامارانو لوبډلې د راشدخان په لوبډلمشرۍ د وروستي پړاو اتلولي ګټلې وه.

د مس عينک اتلان

د مس عينک اتلانو لوبډله به د محمد نبي په لوبډلمشرۍ په دې پړاو لوبو ګې ګډون وکړي.

د دې لوبډلې په نوملړ کې لانديني لوبغاړي برخه لري؛

محمد نبي، رحمن‌الله ګربز، احسان‌الله جنت، فضل نیازی، نوين‌الحق، طارق ستانکزی، نورعلي ځدراڼ، يمين احمدزی، فرهان زاخېل، رحمت‌الله سهاک، شفیق‌الله غفاري، ذاهدالله، عبدالله ټنیوال، ضياالحق عیسی‌خېل، زوهیب زمان‌خېل، رحمن‌الله ځدراڼ، صديق‌الله پاچا، نوراحمد او نجیب‌ستانکزی.

د يادونې وړ ده چې د مس عينک  اتلانو لوبډلې هم يو ځل د شپږيزې اتلولي خپله کړې.

د امو نهنګان

د امو نهنګانو لوبډله د میرویس اشرف په لوبډلمشرۍ د شپږم ځل لپاره په دې ليګ کې ګډون کوي.

د دې لوبډلې په نوملړ کې لانديني لوبغاړي برخه لري؛

ميرویس اشرف، شاپور ځدراڼ، عثمان غني، رحمت شاه، ابراهيم ځدراڼ، غمی ځدراڼ، اکرام علي‌خېل، فضل ځاځی، عبدالرحمن منګل، روښان بارکزی، ضياالرحمن شريفي، فرمان‌الله، عارف خان دولتزی، منیر احمد کاکړ، جمعه ګل میاخېل، ضياالحق پرواني، پروېز ملک‌زی، ننګيالی، پرویز امين او سميع‌الله سالارزی.

د يادونې وړ ده چې د امو نهنګانو لوبډلې تر اوسه د دې سياليو اتلولي نه‌ده ګټلې او د شپږم ځل لپاره په دې ليګ کې خپل بخت ازمايي.

د بست ساتونکي

د بست ساتونکو لوبډله د ګلبدين نايب په لوبډلمشرۍ په دې سياليو کې ګډون کوي.

د دې لوبډلې په نوملړ کې لانديني لوبغاړي برخه لري؛

ګلبدين نايب، محمد شهزاد، قیس احمد، حشمت‌الله شهيدي، دروېش رسولي، دولت ځدراڼ، ضياالرحمن اکبر، مسلم موسی، نثار وحدت، خیبر عمر، فضل‌الحق، سيد نصرت قریشي، بهار علي شينواری، وقار‌الله اسحاق‌زی، صدام منګل، نورالحق ملکزی، نصیر عمر، فرهاد مومند، او ذاهد ذاهدزاده.

د يادونې وړ ده چې د بست ساتونکو لوبډلې تر اوسه اتلولي نه ده خپله کړې.

د افغانستان شپږېزې کرکټ سياليو کې د سپين غر زمريانو لوبډلې دوه ځله او د مس عينک اتلانو، د کابل بازانو او د بندامیر ښامارانو لوبډلو بيا يو يو ځلې اتلولي خپله کړې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب