Post Image

د کرکټ د نړيوال جام د لوبو په لړ کې نن چهارشنبې اسټراليا د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت نن له  غرمې وروسته د انګلستان په ټاونټون کرکټ لوبغالي کې کېږي.

اسټراليا تر اوسه درې لوبې کړې چې دوه یې ګټلې او يوه يې بایللې او پاکستان هم درې لوبې کړې چې يوه یې ګټلې او یوه یې بایللې او يوه یې هم د باران د ورېدو له کبله مساوي شوې.

اسټراليا د دې سياليو لومړۍ لوبه له ویسټ انډيز او دويمه لوبه یې له افغانستان څخه ګټلې، په خپله درېيمه لوبه کې له هندوستان لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

له بل لوري پاکستان خپله لومړۍ لوبه ويسټ‌ اڼډيز ته بایللې، دويمه لوبه یې له کوربه هېواد انګلستان څخه ګټلې او درېيمه لوبه يې له سرېلانکا سره د باران ورېدو له کبله مساوي شوې.

اسټراليا له هغو درېيو لوبډ‌لو څخه ده چې د نړيوال جام ګټلو لپاره نوماندې دي.

په نننۍ لوبه کې د اسټراليا له لوري له ډېوېډ وانر، سټيو سمېټ او لوبډل‌مشر ارون فينچ د ښې توپوهنې تمه کېږي او د توپ اچونې په برخه کې به سټونيس، ادم زمپه او مېچل سټارک ښه وځلېږي.

له بل لوري په پاکستانۍ لوبډله کې بيا له محمد حفیظ او بابر اعظم څخه د ښې توپوهنې تمه کېږي او د توپ اچونې په برخه کې به وهاب رياض، محمد عامر او شاداب خان ښه لوبه وکړي.

د اسټراليا په لوبډله کې سټيو سميټ هغه توپ وهونکی دی چې په تېرو درېيو لوبو کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې بيا مېچل سټارک ۷ وېکټې ترلاسه کړې دي.

په پاکستانۍ لوبډله کې بيا محمد حفیظ هغه توپ وهونکی دی چې په دوو لوبو کې ۱۰۰ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې بيا محمد عامر پنځه وېکټې ترلاسه کړې دي.

پاکستان د روان نړيوال جام لوبو په درجه بندۍ کې اووم او اسټراليا په څلورم ځای کې ده.

اسټراليا هغه لوبډله ده چې تر اوسه یې پنځه ځله د يو ورځنيو سياليو نړيوال جام ګټلی او پاکستان بيا يوازې يو ځل نړيوال جام ګټلی دی.

د يادونې وړ ده چې د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې اسټراليا شپږم او پاکستان پنځم مقام لري.

شریک کړئ

ورته مطالب