Post Image

نن په ارګ کې د ولسمشر غني په شتون کې د کابل او پکتیا ولایتونو د خلکو استازو د لوړې مراسم ترسره شول.

د مراسمو په پیل کې ولسمشر غني  وویل: تاسو ته د منتخبو وکیلانو په حیث مبارکي نه وایم، بلکې د ولسي جرګې بشپړېدو په پار تاسو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

ولسمشر همداراز زیاته کړه چې د غزني ولایت ټاکنې به له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای وشي.

د نوموړي په خبره د ولسي جرګې په ۱۷مه دوره کې د غزني استازو نشت یوه لویه تشه ده.

د ولسې جرګې ټاکنې تېر کال د مېزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره او تر ۷میاشتني ځنډ وروسته د کابل ولایت وروستۍ پایلې اعلان شوې.

شریک کړئ

ورته مطالب