Post Image

د سولې په چارو کې د دولت وزیر وایي، د افغانستان سولې په اړه د نړيوالې اجماع د پياوړې کولو او په دې برخه کې د کيدونکو هڅو انسجام په هدف له ياد بهير څخه د ملاتړ نړيواله ډله رامنځته کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي دغه څرګندونې پرون ناوخته په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیسکي سره  د ليدنې پرمهال کړي دي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوريو د افغانستان سولې له پروسې څخه د ملاتړ نړیوالې ډلې پر جوړېدو بحث کړی او په د يادې موضوع په اړه يې نظرونه تبادله کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د روسیې سفیر الکساند مانتيسکي هم د افغانستان سولې له پروسې د ملاتړ نړیوالې ډلې له جوړولو هرکلی وکړ او دا کار يې د سولې په برخه کې د نړیوالو فعالیتونو د انسجام په اړه ګټور ګام بللی دی.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د افغان حکومت په استازیتوب د يادې نړیوالې ډلې مشري پر غاړه ولري او همدارنګه د دې ډلې د دارالانشا چارې به هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر مخ وړي.

د افغانستان له سولې پروسې د ملاتړ نړيوالې ډلې د رامنځته کولو بحث داسې مهال مطرح کېږي چې دامهال امريکايي او طالب مرکچيان په قطر کې د سولې هوکړې لاسليک په اړه نن د اوومې ورځې لپاره هم په مذاکراتو بوخت دي.

که څه هم دواړو لوريو د يادو خبرو اترو په اړه واضح جزيات نه دي ورکړي، خو د رسنيو د راپورونو له مخې دواړه خواوې د هوکړې لاسليک کولو پر سر د بحث وروستيو ته نږدې شوي دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه