Post Image

له هغه وروسته چې په کندهار کې د افغانستان ملي امنیت له لوري د داعش ډلې د یوه مهم غړي د نیول کېدو خبر خپور شو، د دغې ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.

ویل کېږي، دغه نیول شوی داعشي قومندان کندهار ته په دې موخه تللی و چې خپلې ډلې ته کسان ور جذب کړي.

د کندهار والي حیات‌الله حیات په دې اړه یوې خبري ناستې ته وویل، د داعش دغه غړي غوښتل چې په کندهار کې د خپلې ډلې راتګ لپاره زمینه مساعده او تبلیغات وکړي.

د حیات په خبره، عبدالسلام د داعش ډلې یو مهم قومندان دی چې په کونړ کې یې سل تنه جګړه‌مار لرل.

بل خوا په کندهار کې د داعش قومندان تر نیول کېدو وروسته، د پوځي چارو یو شمېر شنونکو وویل چې د دغې ډلې د خورېدو مخه باید ونیول شي.

د دوی په استدلال، تر طالبانو وروسته د افغانستان لپاره تر ټولو ګواښونکې ډله داعش ده.

د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخیل وایي چې سپینه جنډه د تورېدو پر لور روانه ده:

« دا ښيي چې طالب په داعش باندې د بدلېدو په حال کې دی.»

امرخیل زیاتوي چې د افغانستان جګړه د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې له امله ډېره پېچلې شوې او سر و بر یې نه معلومېږي.

نوموړي په دې اړه انسان نیوز ته وویل:

«دا  یوه بې‌رحمانه جګړه ده، د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې له امله د پراخېدو په حال کې ده او ځای ځای طالب جنګیالي داعش ته ور اوړي او دا د جګړې لا نور پېچلی او اوږدېدونکی اړخ دی.»

د امرخیل په خبره داعش ځکه خطرناکه ډله ده چې د خپلې بریا او ماتې پر ځای د جګړې پراختیا په اړه فکر کوي.

د دفاع وزارت پخوانی ویاند او پوځي شنونکی دولت وزیري بیا وايي چې داعش په افغانستان کې ځای نه‌لري.

 وزیري په دې اړه انسان نیوز ته وویل:

«داعش غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي، ولې امکان یې نشته چې بریا ته ورسیږي، ځکه په افغانستان کې داعش نه څوک مني او نه ورسره جوړېدلای شي.»

 د نوموړي په خبره، هر ځل چې داعش ډلې سر راپورته کړی، ماتې یې خوړلې ده.

بل خوا دي سان (the Sun)  ورځپاڼې ادعا کړې چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د افغانستان په يوې لرې پرتې سيمه کې پټ شوی.

ورځپاڼې  ليکلي، يو شمېر امنيتي کارپوهانو د داعش ډلې د مشر پر خپرې شوې ويډيو کار کړی او ښايي چې نوموړی د افغانستان په يوې لرې پرته سيمه کې پټ شوی وي.

د يادې رسنۍ د راپور له مخې ممکن ابوبکر البغدادي د عراق او سوریې تر ماتې وروسته په يوې نوې سيمه کې پټ شوی وي.

د برس ټکس(the BrassTacks)  بنسټ‌اېښودونکی زید حميد وايي، د بغدادي په خپره شوې ويډيو کې کوم فرش چې تر سترګو کېږي، د عراق له فرشونو سره توپیر لري.

ورځپاڼې د ترورستي چارو د شنونکي هاشم الهاشمي له قوله ليکلي، له ۱۳تر۱۷ داسې موارد شته چې ښيي د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په عراق کې دی.

شریک کړئ

ورته مطالب