Post Image

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، افغان حکومت د سولې تينګښت لپاره ژمن دی، خو طالبان په دې برخه کې واحد نظر نه‌لري.

محب زیاته کړې، د طالبانو مشرتاته، سياسي استازو او جنګياليو په فکرونو او نظرونو کې تضاد موجود دی او د سولې په برخه کې په يو نظر نه‌دي.

نوموړي دا څرګندونې نن په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي نيکولاس سره په کتنه کې وکړې.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

«محب په دې کتنه کې ويلي چې افغان حکومت تر بل هر چا د سولې تينګښت په برخه کې هڅې کړې دي او په دې برخې ته ژمنتيا لري،»

په خبرپاڼه کې راغلي د محب له قوله راغلي:

«د طالبانو ډله په خپلو کې سره وېشل شوې، دوی په خپلو کې د سولې لپاره واحد نظر نه‌لري او همدې خبرې دا ستونزه رامنځته کړې چې له طالبانو سره د سولې په اړه عجولانه خبرې او بحثونه دې ښې پایلې ونه‌لري.»


محب ټينګار کړی چې د سولې لپاره لومړی بايد اوربند وشي او وروسته بين‌الافغاني خبرې پيل شي.

په ورته وخت کې د ناټو استازی نيکولاس د افغانستان د کړکېچ يوازينۍ حل لار د سولې مذاکرات بولي او وايي، د دې سازمان غړي هېوادونه له بين‌الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.

د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې د نيکولاس له قوله راغلي:

«موږ د بين‌الافغاني مذاکراتو پلوي کوو د افغانستان د کړکېچ يوازينۍ حل لار د خبرې اترې دي.»

نوموړي زیاته کړې، افغان ځواکونو ښه وده کړې او لاسته راوړنې یې د پام وړ دي او ناټو به یې د ملاتړ، تجهیز او روزنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب