Post Image

په سوريه کې د بشري حقونو د څار مرکز وايي، د دې هېواد دولتي ځواکونه له اوږدې مودې وروسته په شمال کې کوباني ښار ته چې د کردي ملېشو په مشرۍ د سوريې د دموکراتيکو ځواکونو تر ولکې لاندې و، ننوتل.

دې مرکز زياته کړې چې د بشرالاسد په مشرۍ د سوريې دولت ته ژمن ځواکونه د روسي ځواکونو په ملتيا ياد ښار ته ننوتي او هلته د داعش او نورو ډولو د ګواښونو په مخنيوي بوخت شوي دي.

په ورته وخت کې اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس هم خبر ورکړی چې کوباني ته د سوريې او روسي ځواکونو تر داخلېدو وړاندې ياد ځواکونه رقې ښار ته هم ننوتي دي.

رقه ښار په سوريه کې د داعش ډلې له لويو مرکزونو بلل کېده خو هلته د سختو جګړو له کبله اوس د يادې ډلې واک او حضور خورا کم شوی دی.

دغه راز کوباني ښار بيا د کردانو تر ولکې لاندې و او هلته يې د امريکا په ملاتړ د داعش ډلې پر وړاندې خورا درنې جګړې کړي دي.

کوباني ته د سوريې د دولتي ځواکونو ننوتلو پرمهال اخيستل شويو انځورونو کې د کرد ځواکونو بيرغ او د کردستان کارګر ګوند يا پي کې کې د مشر عبدالله اوجالان انځورونه ليدل کېږي.

د سوريې ځواکونه داسې مهال کوباني ښار ته ننوځي چې د دغه هېواد په شمال کې د کردانو پر وړاندې د ترکيې عملياتو له پيل دوې ورځې وروسته کردي مليشو اعلان وکړ، چې د سوريې له ځواکونو سره يې د ترکيې پر وړاندې د جګړې په اړه هوکړه کړې ده.

ګومان دا دی چې کوباني ښار ته د سوريې دولتي ځواکونه هم له کردي مليشو سره د شوې هوکړې پر بنسټ ننوتي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب