Post Image

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ارګ ته يې د ماشومانو بلنې يو ځانګړی پروګرام پېل کړی، څو له دې لارې د ارګ او تاريخي شاليد په اړه یې پوهاوی ترلاسه کړي.

د دغه پروګرام د لومړی پړاو پر مهال چې د تېر لمريز کال په وږي مياشت کې پېل شو، ۱۰۰۰ماشومانو له ارګ لیدنه وکړه. دا ماشومان د دولتي ښوونځیو له لومړي تر څلورم ټولګي زده‌کوونکي وو.

د ياد پروګرام دويم پړاو د ۱۳۹۷لمریز کال په لړم کې پیل شوی او تر اوسه دوام لري. په دغه مرحله کې ۱۵۰۰ماشومانو له ارګ لیدنه کړې ده. په دغو ۱۵۰۰ماشومانو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو پر زده‌کوونکو سربېره، د سړک غاړې، روزنتونونو او کارګرو ماشومانو ډلې هم شاملې وې.

له ارګه د ماشومانو لیدنې پروګرام مسووله نيلاب اڅکزۍ وايي، له ارګه د ماشومانو ليدنې پروګرام د ولسمشر غني په مستقيمه لارښوونه پلی کېږي او په خبره یې تر اوسه  ټول ټال ۲۵۰۰ماشومانو له ارګ لیدنه کړې ده.

 

د پروګرام موخه

نیلاب اڅکزۍ وايي، د دغه پروګرام اساسي موخه دا ده چې د ارګ تاریخي ارزښت او شالید په اړه د ماشومانو پوهاوی زیات او د ارګ کاري ماحول سره اشنا شي.

نوموړې په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل، دوی هڅه کوي چې ارګ د ملت یوه ګډ کور په توګه ماشومانو ته ور وپېژندل شي او د تاریخي شالید او ارزښت په اړه یې د اړتیا وړ معلومات ترلاسه او بیا د خپل ښوونځي او محلې له نورو ماشومانو سره یې شریک کړي. اڅکزۍ زیاتوي:

«موږ د دې پروګرام له لارې هڅه کوو چې ارګ د ملت یوه ګډ کور په توګه ماشومانو ته وپېژنو، د دغه کور په اړه د دوی ذهنیت دومره پراخ کړو چې په‌ کې د کار کولو لپاره سر له اوسه زيار وباسي.»

 

ولایتونو ته پراختیا

له ارګه د ماشومانو لیدنې پروګرام دمګړۍ فقط تر کابله محدود پاتې شوی، خو چارواکي وايي چې دا پروګرام به ډېر ژر د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېږي او د ولایتونو ماشومانو لپاره به هم خورا انګېزه زېږوونکی وي.

د همدغو اقداماتو په ترڅ کې د یاد پروګرام په روان دویم پړاو کې لږ تر لږه تر اوسه د میدان وردګو ولایت د یو شمېر ښوونځیو د لوړو ټولګیو زده‌کوونکو له ارګ لیدنه کړې ده.

 

د بنسټونو غبرګون

د کومو روزنتونونو ماشومانو چې له ارګه لیدنه کړې، مسوولین یې د حکومت دا نوښت ستايي او وايي چې د تاریخي ارزښتونو په اړه د ماشومانو پوهاوی لوړولی شي.

د اسرا په نوم د یوه روزنتون مشر مجیب لحاظ وايي، ارګ ته د ماشومانو بلل لامل کېږي چې روحیه یې پیاوړې شي او د تاریخي اماکنو او ځایونو له شالید څخه تر خبرېدو وروسته د خپلې راتلونکې لپاره زیار وباسي او ځانونه د کار سړي جوړ کړي. نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وویل:

«دا کار ماشومان ډېر هڅولی شي. دوی چې کله ارګ ته ځي او له ماڼيو او بېلابېلو ځايونو ليدنه کوي، او د مشرانو له تاریخي برم او وقار څخه خبرېږي، هڅېږي چې لا ډېر زیار وباسي.»

 

 د پوهاوي لوړېدل

سهیل او رحمان‌الله د هغو زرګونه ماشومانو له ډلې دي چې همدا څو ورځې دمخه په کوچني اختر کې ارګ ته تللي او دغلته یې د بېلابېلو برخو ترڅنګ د ولسمشر غني دفتر هم له نږدې کتلی دی.

دوی له انسان نيوز ډېسک سره په خبرو کې وويل چې د ارګ په اړه يې يوازې په ښوونځي کې لوست کړی و، خو اوس د ارګ په اړه په ډېر څه پوهېږي. سهیل په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«ما مخکې ارګ نه و لېدلی، ارمان مې و چې ویې‌ګورم. هلته مې ولسمشر او د هغه مېرمن دواړه وليدل، ډېره مينه يې راکړه. اوس دا ارمان کوم چې زه به هم ولسمشر شم او دغو ماڼیو کې به وم.»

رحمان‌الله بیا وايي چې ارګ د ژوند په ډېرو رازونو پوهولی او د راتلونکې په نسبت یې د ده هیلې او روحیه ډېره پیاوړې کړې ده. نوموړي انسان نیوز ډېسک ته داسې وویل:

« د ارګ په اړه په ډېر څه پوه شوی يم، ډېر کوښښ به وکړم چې اول له ځان څخه لوی سړی جوړ کړم او بيا ارګ ته تګ راتګ وکړم.»

 

د ارګ شالید

د ولسمشرۍ ماڼۍ په ویب‌پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې څرګندېږي چې د ارګ د جوړولو طرحه د امیر عبدالرحمن‌خان له لورې په ۲۰۰جریبه ځمکه کې ښندل شوې او په ۳۰کلونو کې یې کارونه تکمیل شوي دي. د دغو معلوماتو پر بنسټ کوټي باغچه، چارچنارماڼۍ، دلکشا ماڼۍ، سلام خانې ماڼۍ، ډبرینه ماڼۍ، ستوري ماڼۍ، قصر نمبر ۱ او نمبر ۲ د ارګ له نورو مشهورو ماڼیو ځنې دي چې د بېلابېلو امیرانو، واکمنانو او ولسمشرانو په وخت کې یې کارونه سرته رسېدلي.

د همدغو معلوماتو پر اساس د اميرعبدالرحمن خان له لورې د ارګ تر بنسټ‌اېښودلو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني ۱۷واکمن دی چې ارګ ته ننوځي.

 امير عبدالرحمن‌خان، امير شيرعلي‌خان، امير يعقوب‌خان، امير حبيب‌الله خان، غازي امان‌الله خان، حبيب‌الله کلکاني، نادرشاه، اعليحضرت ظاهرشاه، سردار محمد داوود خان، نورمحمد تره‌کی، حفيظ‌الله امين، ببرک کارمل، ډاکټر نجيب‌الله، حضرت صبغت‌الله مجددي، برهان‌الدين رباني، حامد کرزی او د اوسني ولسمشر محمداشرف غني، نومونه د یادولو وړ دي. په دې منځ کې ۱۸کس د طالبانو مشر ملا محمد عمر دی چې د ارګ پر ځای یې له کندهاره د خپل امارت واګي اداره کول.

 

ارګ ولې مهم دی؟    

تاریخ‌پوهان وايي، له یوې پېړۍ راهیسې په سیاسي بدلونونو او پرېکړو کې د ارګ ښکېلتیا لامل شوې چې ارګ د تاریخي ارزښت او برم څښتن او مهم شي. د دوی په خبره له امیر عبدالرحمن‌خان تر اوسني ولسمشر محمداشرف غني پورې(له ملاعمر پرته) ټولو واکمنانو او مشرانو د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست له ارګه اداره کړی او لومړۍ درجه پرېکړو له همدې ځایه سرچینه اخېستې ده. تاريخ‌پوه ډاکټر حليم تنوير د ارګ تاریخي ارزښت او برم په اړه انسان نیوز ډېسک ته داسې وویل:

«ارګ له یوې پېړۍ راهیسې په بېلابېلو دورو کې د ارزښت خاوند دی، تر امیر عبدالرحمن‌ خان وروسته د امير حبيب‌الله خان د واکمنۍ پرمهال ارګ ته زيات ارزښت ورکول کېده، د غازي امان‌الله خان له لورې د خپلواکۍ تر اعلان وروسته بيا له دې کبله چې ټولې پرېکړې په ارګ کې کېدې، دغه ځای له بشپړ وقار او ارزښت څخه برخمن و. لنډه دا چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د ارګ ارزښت روښانه دی، هر واکمن دې ځای ته په خاص ارزښت قایل و او په خورا مدبراته توګه یې له دې ځایه چارې سمبال کړې دي.»

د یادولو وړ ده، ارګ ته اوس د همدغه سیاسي او تاریخي ارزښت له مخې د «ملت ګډ کور» په سترګه کتل کېږي او ولسمشرۍ ماڼې په پام کې لري چې له ارګه لیدنې پروګرام له لارې په دې اړوند د افغانستان ماشومانو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

ځانګړی راپور: احسان‌الله احسان

شریک کړئ

ورته مطالب