Post Image

کورنیو چارو وزارت وایي، د روان کال په تېره میاشت کې یې د نشه‌يي توکو د کشف او نيونې په هدف يې ۲۶۶ ځانګړي عمليات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې يې د ۲۲۷۵ کیلو ګرامه يادو توکو پر نيولو توانيدلي دي.

دې وزارت نن پنج د نشه‌يي توکو د کشف او نيونې په اړه مالومات خپاره کړي چې په کې يې د ياده اندازه نشه‌يي توکو په تړاو د ۳۱۹ تنو له نيول کيدو هم خبر ورکړی دی.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په کشف شویو توکو کې ۵۳۹ لېټره الکولي مشروبات او ۷۰ لېټره نور کیمیاوي مواد هم شامل دي چې د نشه‌يي توکو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت يادو عملياتو په ترڅ کې ۲۱ میله بېلابېل وسلې، ۴۹ موټر، ۹۶ سیټه موبایلونه، یوه پایه مخابره او ۵۳۷ فېره بېلابېل مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

تر دې وړاندې د امريکا له مرستو د څار ادارې سیګار ويلي و چې افغان کروندګرو په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې د نشه‌يي توکو له کر او توليد څخه شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالر ترلاسته کړي دي چې د ټول افغانستان کورنيو عایدو ۳۰ سلنه جوړوي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه