Post Image

د شپږیزې کرکټ ليګ سياليو په پنځمه لوبه کې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ د کابل بازانو لوبډلې د سپين‌غر زمريانو لوبډلې ته د ۱۷ منډو په توپير ماته ورکړه.

لوبه د کابل بازانو په توپوهنې پيل شوه چې په ټاکل شوو شل اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د کابل بازانو په توپوهونکو کې کريم جنت ښه وځلېد او ۴۵ منډې یې جوړې کړې او لوبډلمشر اصغر افغان بيا ۱۶ منډې ترلاسه کړې.

د سپين‌غر زمريانو لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې يوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو د توپ‌اچونکو له ډلې وقار سلاخېل ښه وځلېد او درې ويکټې یې ترلاسه کړې او کريم جنت بيا دوې ويکټې واخیستې.

کريم جنت د ۴۵ منډو په جوړولو او د دوې ويکټو په ترلاسه کولو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او د سټايلش لوبغاړي ډالۍ بيا د سپين‌غر زمريانو لوبغاړي کريم صادق ته ورکړل شوه.

د يادونې وړ ده کابل بازانو لوبډلې تر اوسه دوې لوبې کړې او دواړه یې ګټلي خو سپين‌غر زمريانو لوبډلې بيا له دواړه لوبې بايللې.

شریک کړئ

ورته مطالب