Post Image

د افغانستان سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر داوودزی وايي چې جرمني د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو او سپارښتونو په پلي کېدو ټینګار کړی.

داوودزی چې څو ورځې وړاندې جرمني ته په یوه رسمي سفر تللی و، نن سهار  په خپل ټویټر باندې دا خبره کړې ده.

د داوودزي په خبره د جرمني بهرنیو چارو له مرستیال وزیر نایلس انین سره یې دا لیده کاته ګټور وو. نوموړی زیاتوي چې دواړو لوریو د سولې مشورتي لویې جرګې د سپارښتنو پر پلي‌تابه ټینګار وکړ او ویې‌ویل، د سولې لپاره به د منظمې تګلارې لامل شي. 

دا په داسې حال کې ده چې د سولې، اوربند او بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه د سولې مشورتي لویې جرګې استازو غوښتنې طالبانو رد کړې او د جګړې پر دوام ټینګار لري.

شریک کړئ

ورته مطالب