Post Image

په قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د سولې اتم پړاو خبرې پای ته ورسېدې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه ویلي، د خبرو دغه پړاو یې اوږد او ګټور و.

ذبیح الله مجاهد ویلي، د دواړو لوریو کاري ټیمونو د نن دوشنبې تر سهار پورې سخت کار مخته یووړ او په دې سلا وشوه چې چې نورو اقداماتو لپاره دې له خپلو مشرانو سره سلامشورې وشي.

د جرمني ډي پی اې خبرې اژانس راپور ورکړی چې که څه هم تر اوسه دا نه یقیني شوې چې یو تړون به په ډېر نږدې کې وشي خو یو شمېر سرچینو ویلي چې د دواړو لورو تر منځ پاتي اختلافات هم دېر ناڅیز دي.

د سولې اتم پړاو خبرې چې روانه میاشت پیل شوې وې د دواړو لورو ټېمونو د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کاوه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو تراوسه د دغو خبرو د پای ته رسېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو ښاغلي خلیلزاد پرون د لوی اختر په مناسبت یوه ټوېټري پیغام کې هیله ښودلې وه چې دا به د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي

شریک کړئ

ورته مطالب