ټاکنيز کمېسيونونه: له نړيوالې مرستې پرته ښې ټاکنې ناشونې دي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي رڼې، بېطرفه او ټولمنلې ولسمشريزې ټاکنې د نړيوالو همکارانو له فني، تخنيکي او مالي مرستو پرته ناشونې دي.
د دې کمېسيون مشرې حوا علم نورستاني نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل:
«نړيوالې ټولنې تل په افغانستان کې له ديموکراتيکو پروسو په ځانګړي ډول له ټاکنو ملاتړ کړی دی، هيله ده خپلو دې همکاريو ته دوام ورکړي.»
له بل لوري د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون مشره زهره بيان شينوارې بيا د ولسمشریزو ټاکنو د ښه ترسراوي لپاره د بشړ چمتووالي خبر ورکوي او وايي، دوی به خپلې ټولې چارې په پوره بېطرفۍ پر مخ یوسي.
نوموړې وويل:
«بې طرفه او شفافه ټاکنې نړيوالو مرستو ته اړتيا لري او موږ به نړيوالې مرستې په مسوولانه توګه وکاروو او چمتو يو چې په پای کې د هر ډول مرستو په تړاو ځواب ووايو. هيله لرو چې زموږ نړيوال همکاران د ټاکنیزو شکايتونو خپلواک کمېسيون د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام وکړي.»
ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې د روان لمریز کال د تلې مياشتې په ۶مه ترسره شي.
شریک کړئ