Post Image

نن شنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان، چين او پاکستاني چارواکو ترمنځ درې اړخيزه غونډه روانه ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا غونډه د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د درې اړخيزو غونډو درېيمه هغه ده.

د اعلاميې له مخې په دې غونډه کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ژي او د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني ګډون کوي.

د درې واړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړيکې، د افغانستان سولې پروسه، امنيتي همکارۍ، له ترهګرۍ سره مبارزه او پراختيايي همکارۍ هغه عمده ټکي دي چې د يادې درې اړخيزې غونډې په اجنډا کې شامل دي.

د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ دغه درې اړخيزې غونډې په ۲۰۱۷ميلادي کال کې پيل شوې او موخه يې دا ده څو د درې واړو هېوادونو ترمنځ مشترکو ګټو، اقتصادي پراختيا سولې او امنيت ته وده ورکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب