Post Image

د ولسي جرګې ریاست په څلورم پړاو ټاکنو کې میر رحماني رحماني د ۱۳۶ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو او پلویانو یې د نوموړي بری په خیرخانه مېنه کې په هوايي ډزو بدرګه کړ.
د ولسي جرګې په نننو ټاکنو کې د میررحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ټاکنې وشوې. په دغو ټاکنو کې رحماني ۱۳۶ رأیې او خان محمد وردګ ۹۶ رأیې ترلاسه کړې.
میررحمان رحماني تر دې وړاندې له کمال ناصر اصولي سره ټاکنو ته ولاړ و چې د ۱۲۳ رايو په ترلاسه کولو سره ونه‌توانېد د ریاست په چوکۍ ډډه ووهي.
وروسته د ولسي جرګې مؤقت رییس نوموړی د رییس په توګه اعلان کړ او له دې سره جوخت د اصولي پلویانو غبرګون راوپارېد او نږدې یوه نیمه میاشت دا ستونزه وغځېده.
د ولسي جرګې ریاست ته د رحماني تر بریالي کېدو وروسته د کابل ښار په خيرخانه مېنه کې د نوموړي پلویانو په هوایي ډزو لاس پورې کړی.

شریک کړئ

ورته مطالب