Post Image

د ټاکینیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي، د دې ادارې د قانوني پرېکړو په اساس دي د ټاکنو کمېسیون مشخص شویو محلونو رای شمېرنه له ځنډ پرته پیل کړي.

د شکایتونو کمېسیون مشرې زهرا بیان شینوارې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، د دوی د پرېکړي په اساس ۲۱۱۸محلونو رایې بیا شمېرنې ته اړتیا لري.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې ۸۸نورو محلونو رایې چې په اړه یې د استیناف غوښتنه کوې بیا شمېرلو ته اړتیا لري او ۲۶۵نورو محلونو رایې باید په سیستم کې له داخل شویو رایو سره بیا و ارزول شي.

یاد کمېسیون ټینګار کړی چې د ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان نېټه دې نوره نه ځنډول کیږي.

د ټاکنو کمېسیون د لړم ۲۳مه د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره ټاکلې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قاسم الیاسي په دې ناسته کې وویل، نور باید د ټاکنو مهالوېش ونه ځنډول شي له هغه پرته د قانون نقضولو په معنی ده.

بلخوا د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، په کمېسیون کې اختلافونه د دې لامل شوي چې د رایو بیا شمېرنه له ځنډ سره مخ شي.

خو د ټاکنو کمېسیون بیا وایي چې د رایو د بیا شمېرني او تفتیش په اړه به ډېر ژر پرېکړه وکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب