Post Image

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اتم پړاو خبرو وروسته د راتلونکې پړاو خبرو سلا مشورو لپاره واشنګټن ته شتون شو.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر ویلي، د سولې اتم پړاو خبرې بشپړې شوي دي.

د امریکا او طالبانو خبرې د اګسټ له درېیمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې وې او د اګسټ په ۱۲مه پای ته ورسېدې.

خلیلزاد ویلي، دا خبرې ګټورې وې او دواړو مرکچي پلاویو څو ورځې په تخنیکي جزئیاتو تمرکز درلود.

نوموړي د اختر په لومړۍ ورځ ویلي و چې د سولې د یوې تلپاتې او عزتمنې توافق‌نامې او یوه خپلواک افغانستان لپاره چې نورو هېوادونو ته ګواښ نه‌وي نه‌ستړی کېدونکی کار کوي.

هغه هیله ښودلې وه چې دا اختر دې د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي.

طالبانو هم اتم پړاو خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې کوي.

شریک کړئ

ورته مطالب