Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستا کې سوله او ثبات نه يوازې د افغانستان بلکې د سيمې په ګټه هم ده او زياتوي چې حکومت د افغانستان او سيمي امنيت خونديتوب په هدف د يوې دايمې سولې په هڅه کې دی.

ولسمشر غني دا څرګندونې نن د افغانستان لپاره د ايران له ځانګړي استازي محمد ابراهيم طاهريان سره د ليدنې پرمهال کړي دي.

له ارګ څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د سولې ترڅنګ د سيمې له هېوادونو سره د ښو او متقابلو اړيکو په پراخوالي هم ټينګار کړی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانکړي استازي محمد ابراهيم طاهريان تهران ته د طالب پلاوي وروستي سفر په اړه هم ولسمشر ته مالومات ورکړل.

د خبرپاڼې له مخې طاهريان زياته کړې چې هېواد يې د افغانستان سولې له پروسې په پلوۍ په خپل پخواني دريځ ولاړ دی او د افغانستان ناقذه قوانينو په چوکاټ کې له يادې پروسې چلند ته درناوی کوي.

نوموړي ټينګار کړی چې ايران د سولې له هغې پروسې په بشپړه توګه ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت مخته يووړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وسله‌والو طالبانو او امریکایي مرکچيانو تر منځ د افغانستان سولې په اړه مذاکرات بېرته پیل شوي دي.

امريکايي چارواکو د يادو مذاکراتو په اړه ويلي چې دا ځل خبرو کې به ډېر ټينګار د تاوتريخوالي پر کموالي او اوربند وشي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه