Post Image

د اسراییلو لومړي وزیر «بنیامین نتنياهو» ژمنه کړې که راتلونکې اوونۍ ټاکنې وګټي، نو د اردن دښتې به له اسراییلو سره يو ځای کړي.

نوموړې دا څرګندونې پرون د یوې خبرې غونډې پر مهال خبريالانو ته کړي او دا يې هم ويلي، چې د بريا په صورت کې به د لوېدېځې غاړې لویه برخه هم د اسراییلو له قلمرو سره يو ځای کړي.

نتنياهو په دې اړه زياته کړې:

«د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له اسراییلو سره د یادو سیمو د یو ځای کولو په اړه شين څراغ راکړی دی.»

نتنياهو دغه څرګندونې د اردن په ګډون د منځني ختیځ يو شمېر هیوادونو له سختو نیوکو سره مخ شوې.

د اردن بهرنیو چارو وزیر «ایمن الصفدي» د نتنياهو يادو څرګندونو په غندلو سربېره ويلي چې ورته څرګندونې په سیمه کې د تاوتریخوالي زياتېدو لامل کېدای شي.

د نوموړي په خبره دا څرګندونې يو ټاکنیز عمل دی چې سیمه د بحران او تاوتریخوالي لور ته بیایي.

په همدې حال کې سعودي عربستان هم د نتنياهو دغه تازه څرګندونې غندلي او په دې اړه د پرېکړې کولو په هدف يې د اسلامي همکاريو سازمان د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو  وزيرانو بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

رياض غوښتنه کړې چې ورته کړنو د مخنيوي په هدف دې د اسلامي همکاريو سازمان غړي هېوادونه يو جامع پلان ترتيب کړي.

په ورته وخت کې قطر هم د نتنياهو دغه څرکندونې د ټولو ډيپلوماټيکو اصولو خلاف بللې دي او زياته کړې يې ده چې دا کار د اشغال د دوام او د فلسطيني ولس د بې کوره کولو په مانا دی.

د قطر بهرنيو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، د اسراییلو لومړی وزیر په ټاکنو کې د برياليتوب په  موخه د فلسطین د خلکو حقونو په نقضولو سره د سولې ټول فرصتونه له منځه وړي.

دا څرګندونې او غبرګونونه داسې مهال دي چې ټاکل شوې د اسراييلو پارلماني ټاکنې راتلونکې اونۍ ترسره شي.

شریک کړئ

ورته مطالب