Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان ملي عوياد او لګښتونه بايد يو شي او په راتلونکو لسو کلونو کې بايد افغانستان خپل صادرات تر وارداتو زيات کړي.
ولسمشر غني چې نن یې جين ته د افغانستان د لومړنۍ صادراتي محمولې د لېږد په مناسبت يوې غونډې ته خبرې کولې وويل:


«موږ بايد له خپلې بړستنې سره پښې وغځوو، دومره لګښت بايد وکړو چې عوايد مو دي او افغانستان بايد په راتلونکو لسو کلونو کې خپل صادرات تر وارداتو ډېر کړي.»


غني ټينګار وکړ چې اوس افغانان د خپلو توکو په ارزښت پوهېږي. د نوموړي په خبره:


«دا يو بنسټيز بدلون دی چې افغانستان تالک صادر کړل، نور دې ګاونډي هېوادونه د دې ډبرې د قاچاق خوبونه نه ګوري، د جلغوريو بيه ۱۷ چنده زياته شوې او د جلغوزيو ځنګل اوس يوه ملي پانګه ده.»


ولسمشر غني پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې ترانزيتي لارې دې نه بندوي:


«د ترانزيت په تړاو دومره ووړ فکر مه کوئ، زموږ په څېر خلاص سياست ولرئ او ټول ګاونډيان بايد پوه شي چې په ترانزيت کې د ټولو ګټه ده.»


ولسمشر غني په دې خواشيني څرګنده کړه چې افغانستان هر څه لري خو اوس هم يو پر درېيمه افغانان له لوږې سره مخ دي.


« موږ د دې توان لرو چې په خپلو پښو ودرېږو او لوږه له دې خاورې لرې کړو، زه پر دې باور لرم چې له اصلاحاتو وروسته د افغانستان عوايد دوه چنده کېدای شي.»


نوموړي د پوهنې او لوړو زدکړو نظام او ګمرکونو په سیسټم کې پر اصلاحاتو ټينګار وکړ.
ولسمشر غني له افغانستانه د صادراتو په برخه کې له هند، چين، اماراتو، عربستان او له یو شمېر نورو هېوادونو مننه وکړه چې د هوايي دهليزونو له لارې د افغانستان توکي واردوي. هغه دغه راز په ځانګړي ډول له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ايران او چين هم مننه وکړه چې د افغانستان د صادراتو پر مخ يې خپلې لارې خلاصې کړې دي.
ولسمشر غني داسې مهال د افغانستان د عوايد او صادراتو پر ډېرېدو ټينګار وکړ چې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د صادارتو او وارداتو له ټرانزيټي انحصار څخه تر ډېرې کچې ووت او دا د ولسمشر محمد اشرف غني یوه ستره لاسته راوړنه يادېږي. په دې موده کې افغانستان د جنوبي اسيا له ګڼو هېوادونو سره ترانزيتي لارې پرانيستې.
د هوايي دهلېزونو له لارې يې ګڼو هېوادونو ته صادرات پيل کړ او روانه اوونۍ د افغانستان د سوداګرۍ وزير اعلان وکړ چې افغانستان تر دې مهاله د هوايي دهلېزونو له لارې نړۍ ته د ۷۴۹ پروازونو په ترڅ کې د ۱۷۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت ۷۸۰۷ مټريک ټنه توکي له کابل، کندهار، هرات او بلخ هوایي ډګرونو صادر کړي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب