Post Image

له هغې وروسته چې ولسمشرغني په افغانستان کې د دارالافتاء د جوړولو فرمان ورکړ اوس اسلام پوهان وایي، په هر عصر او زمان کې په دین پوهېدلو لپاره او ستونزمنو مسئلو حل لپاره د دارالافتاء موجودیت یوه اړتیا ده.

د حج او اوقافو پخواني وزیر فیض محمد عثماني په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل، د مختلفو عالمانو له لورې د فتوا ورکول د دې باعث شوی چې یوشمېر خلک ترهګرۍ او افراط ته مخه وکړي.

فیض محمد عثماني وویل، د دارالافتاء موجودیت به له یوې خوا خلکو ته یو ادرس شي چې وکولای شي د هېواد جیدو او باور وړ عالمانو ته لاسرسی ولري او له بلې خوا د دیني مسایلو د حل لپاره خپلې پوښتنې وړاندې کړي.

نوموړي وویل:

« د دارالافتاء موجودیت په هر هېواد کې یوه اړتیا ده له دې پرته خلک مجبوریږي چې مختلفو عالمانو ته مراجعه وکړي چې د عالمانو لیدلوری او برداشتونه همېشه متفاوت وي، ځیني یې معتدل نظر لري ځیني یې افراطي نظر لري چې نن ورځ ډېری ترهګریزې ډلې حتی افراطي ډلې په خپله خوښه له دین څخه استدلال کوي.»

فیض محمد عثماني همداراز زیاته کړه چې د اسلام دین اصول تل ثابت دي، خو فتوا د عصر او زمان شرایطو ته په کتو تغییر کوي چې له همدې کبله به د افغانستان دارالافتاء د نړۍ له سترو، معتبرو او معیاري دارالافتاوو سره اړیکه ولري. په خبره یي:

« تر دې وړانې به خلکو په جوماتونو او مدرسو کې له مختلفو دیني عالمانو څخه فتواوې اخیستې، خو هغه څوک چې یو معتدل فکر لري معتدله فتوا ورکوي هغه څوک چې ښه معلومات لري هغه خلکو ته اسانه لار ورښيې، متاسفانه په افغانستان کې خلک هغو عالمانو ته چې د اعتبار وړ دي لاسرسی نلري، د یوه جومات له امام څخه فتوا اخلي، د جوماتونو امامان لوړې زده کړي نلري او له معاصرو فتواوو او له نویو فقهي لیدلورو سره اړیکه نلري، ډېر کله امامان له خپل ځانه یو نظر ورکوي چې داد افراط ګرایي باعث کېدای شي.»

ښاغلي عثماني هیله څرګنده کړه چې د افغانستان دارالافتا د مصر، متحده عربي اماراتو او ترکیې هېوادونو له دارالافتاوو سره اړیکي لري چې په سیمه کې په یو قوي علمي مرکز بدله شي.

نوموړی په افغانستان کې د دارالافتا جوړېدل د هېواد په تاریخ کې یو بې ساری اقدام بولي په خبره یې،

په افغانستان کې د دارالافتا یو مهم تاثیر دادی چې خلک به په دیني مسایلو کې له تشویش څخه بې غمه شي، د خپلسرو او متفرقو فتواګانو مخنیوی به وشي او نړۍ له سترو دارالافتاوو سره به یو ارتباطي پول او یو لوی علمي مرکز بدل شي.

نوموړي زیاته کړه:

« نن ورځ ټول تجارت او سوداګري د بانکو له لارې کیږي نو اوس دلته اړتیا ده چې له یوې خوا سود حرام دی، له بلي خوا که موږ بانکي معاملې ونه لرو تجارت مو شاته پاته کیږي په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې لکه په افغانستان کې عالمان په پخوانیو فتواوو تکیه کوي او ډېره کمه حل لاره ښيې، خو په نورو اسلامي هېوادنو کې نوې فقهي لیدلورې مطرح کیږي. اسلامي اقتصاد د اسلامي بانکدارۍ لپاره د ویلو نوې خبرې لري حتی په ورځني ژوند کې د خاوند او ښځې په ګډ ژوند کې نوي فقهي دیدګاوي ظهور کوي چې د دې لپاره باید نوې فتواوېې ورکړل شي چې دا دارالافتا له لارې کېدای شي.»

بلخوا دیني عالمان هم په افغانستان کې د دارالافتا جوړېدلو څخه هرکلی کوي او وایي، د دارلافتا په رامنځته کېدو سره به فتواوي د اعتبار وړ وګرځي.

دیني عالم او د پل خشتي جامع جومات خطیب مولوي عنایت‌الله بلیغ په دې اړه وویل، د دارالافتا مسئله په اسلامي هېوادونو کې یوه مهمه او اړینه مسئله ده، خو په تاسف سره چې په افغانستان کې هر څوک په ډېر بې باکه ډول فتوا ورکوي چې دا د اسلام دین نه، بلکې مسلمانانو ته ضرر رسوي.

عنایت‌الله بلیغ وایي، د دارالافتا په جوړېدو سره به د ټولو هغو کړنو مخه ونیول شي چې هر څوک د خپلو شخصي غوښتنو لپاره په اسلام پورې ربط ورکوي چې هغه په اسلام کې مردود وي.

نوموړي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«په اسلام کې کتاب‌الله او سنت رسول الله د مسلمانو لپاره غوره مرجع ده د دارالافتا تر جوړېدو وروسته به ټولې هغه فتواوې بې ارزښته شي چې هر څوک یې د خپلو ګټو په اساس ورکوي او په دین پورې یې تړې چې غوره مثال یې په افغانستان کې روانه جګړه ده، یو لوری یې جهاد بولی او بل لوری یې ردوي.»

عنایت‌الله بلیغ زیاته کړه، د دارالافتا په جوړېدو سره به ټولې هغه فتواوې له منځه لاړې شي چې له هر لورې څخه ورکول کیږي.

نوموړی د دارالافتا رامنځته کېدل د هېواد په خیر بولي.

د دارالافتاء د جوړولو اړتیا

عدلیې وزارت څخه خپاره شوې معلومات

دا چې د اسلامي نړۍ هېوادونه د اسلام یو واحد مرجع لري چې مسلمانان د دیني مسایلو دغې مرجع ته مراجعه کوي او خپل دیني سوالونه مطرح او قناعت مننونکي ځوابونه ترلاسه کوي.

له دې کبله ټولو اسلامي هېوادونو د دارالافتاء په نوم یو بنسټ تاسیس کړی دی چې قوي عالمان د دارالافتا د چارو پر مخ وړلو مسئولیت په غاړه لري، د اسلامي شریعت احکامو بیان په برخه کې ګڼو اسانتیاوو، د هېوادووالو پوښتنو ته ځوابونه او په دیني مسایلو کې حکومت او ملت ته شرعي فتواوي وړاندي کوي.

دا چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله له ۹۹ سلنه زیات وګړي یې مسلمان دي او د تاریخ په اوږدو کې د دې هېواد ټولنیز او سیاسي ژوند او قوانینو د شریعت له احکامو او معتقداتو څخه الهام اخیستی دی، د دې ډول بنسټ (دارلافتاء) درلودلو اړتیا محسوسېده.

له همدې کبله په ۱۳۹۷ کاله د افغان حکومت یو پلاوی د مصر ته لاړ او د دې هېواد له دارالافتاء سره یې یوه هوکړه لاسلیک کړه او په دې اساس یې د افغانستان اسلامي جمهوریت دارلافتاء تاسیس سره د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه چې  وروسته یې ولسمشر هم د تاسیس فرمان وکړ.

د دارالافتاء تشکیل:

په پام کې ده چې د افغانستان دارالافتاء ستر مفتي، د افتاء عالي شورا، د سترو عالمانو پلاوي، د افتاء څانګې او دارلانشاء څخه تشکیل شي.

ستر مفتي به د هېواد په دننه او بهر کې له دارلافتا څخه استازیتوب کوي.

ستر مفتي به د پنځو کلونو لپاره د دارلافتاء مشر وي چې د ځانګړو شرایطو په رعایت سره د سترو عالمانو په وړاندیز او د ولسمشر په منظوري به تعینیري.

د افتاء عالي شورا به د دارالافتاء د فتواو د صادرولو او تصمیم نیولو تر ټولو مرجع وي چې له ۶ غړو او ستر مفتي څخه تشکیلیږي.

د افتاءعالي شورا غړي په لومړي ځل د ولسمشر له لورې تعینیږي، دوه غړي یې د ۵ کلونو لپاره، ۲ غړي د ۴ کلونو لپاره او ۲ نور غړي یې بیا د ۳ کلونو لپاره ګمارل کیږي.

۳- د دارالافتا څانګې

د افغانستان دارالافتاء له پنځو څانګو څخه تشکیل شوې چې د هرې برخې دندې د دارالافتاء د داخلي لوایحو له مخي مشخیږي.

۱ د فقهي، شرعي، تالیف او ترجمې فتوا برخه

۲ د عبادتونو، کورنیو مسایلو او مدنې معاملاتو فتواو برخه

۳ د ټیلفوني، برېښنایي او حضوري فتواو برخه

۴ د اهل تشیع فتواو برخه

۵ د ذکات، میراث، اقتصادي او سوداګریزو چارو فتواوو برخه

استفتاء:

د هېواد ټول اتباع، ولسمشر، ملي شورا، ستره محکمه، وزارتونه، دولتي او غیر دولتې ادارې او خصوصي سکتور د اسلامي شریعت اړوند مسایل د فتوا صادرولو په هدف د افغانستان دارلافتاء ته وړاندې کولای شي.

دغه راز هېوادوال له مختلفو لارو کولای شي له دارالافتاء سره اړیکه ونیسي او خپل نظریات د دې بنسټ له عالمانو سره شریک کړي.

د افغانستان په دارالافتاء کې د اهل تشیع لپاره به یوه ځانګړې برخه تخصیص شي چې د جعفریه مذهب عالمان به په‌کي حضور ولري چې د اهل تشیع مسایلو په اړه به د اسلامي شریعت احکام د جعفریه فقهي مطابق وړاندې کوي.

د استفتاء اسانتیاوي

د افغانستان دارالافتاء به د لا ډېرو استانتیاوو لپاره د فتوا یوه ټیلفوني او برېښنایي برخه هم ولري چې هېوادوال به د وړیا ټیلفوني اړیکي په وسیله خپلې پوښتنې له دیني عالمانو سره مطرح او د اسلامي شریعت په رڼا کې به خپل ځواب تر لاسه کوي.

همداراز د دې بنسټ سایټ به په داسې سیسټم مجهز وي چې هېوادوال وکولای شي د خپل نظر وړ سوالونه په محرم ډول له عالمانو سره شریک کړي او د ځانګړي کوډ نمبر په وسیله کولای شي تر ۴۸ ساعتونو وروسته د ځانګړي ګوډ په وسیله د خپلو پوښتونو ځواب تر لاسه کړي چې بل هیڅوک ورته لاسرسی نشي پیدا کولی.

د افتاء مسلکي انسټیټوټ

د فتوا دغه بنسټ یو انسټیټوټ هم لري چې د فتوا د صادرولو د زده کړې په برخه کې بېلابېلې اسانتیاوې، تالیف او ژباړه، کتابتون او د دارالافتا غړو او ولایتي څانګو لپاره سیمینارونه په‌کې دایریږي.

د فتوا صادرولو دا بنسټ به یو مجهز کتابتونو هم ولري چې د اسلامي نړۍ ګن‌شمېر کتابونو او د حنفي او نورو فقهاوو اثار به ولري. همداراز دغه کتابتون کې به د اسلامي نړۍ د عالمانو لیکنې هم وي چې په مختلفو فقهي، اخلاقي، ټولنیزو، اقتصادي، مالي او د اسلامي شریعت نورو برخو کې یې لیکنې او څېړنې کړې دي.

د غه کتابتون به مجلې، غږیز او تصویري وسایل هم ولري. په همدې اساس به د دارلافتاء د علماوو کرامو یو ډله د فتوا زده کړې لنډ مهالې دورې لپاره د مصر هېواد ته واستول شي او د مصر دارالافتاء یو شمېر عالمان به کابل ته راوغوښتل شي تر څو د افغانستان دارلافتاء مسلکي غړو ته د افتاء لنډ مهالي سیمینارونه دایر کړي. چې وروسته به ټولو ولایتونو ته و غځول شي.

د داراالافتاء دندې

د هېوادوالو پوښتنو ته د شرعي فتوا صادرول، د ولسمشر، ملي شورا، سترې محکمې، دولتي او غیر دولتي ادارو او خصوصي سکتور له لورې د مطرح شویو مسایلو چې دغه بنسټ ته راجع شوي وي شرعي نظر وړاندې کول، د معاصرو مالي معاملاتو خلکو او موسساتو ته د میراث او ذکات وېشلو څرنګوالي په اړه د شرعي مشورو ورکول، کورني ژوند پورې اړوند چارو په اړه د مشورو وړاندې کول، د مفتیانو روزنه او د هغوی د ظرفیت ارتقا او د افتا ملي انسټیټوټ تاسیسول، په رسمي ژبو د علمي څېړنو کول او وړاندې کول د دارالافتا له مهمو دندو څخه دي.

له دیني عالمانو سره د دارلافتاء اړیکه

دیني عالمان په افغاني او اسلامي ټولنه کې ځانګړی رول لري، د دارلافتاء د عالمانو یو پلاوی دنده تر سره کوي د عالمانو په دې پلاوي کې به ټول د فقهي او شرعي علومو متخصص عالمان غړیتوب ولري.

دا موضوع د دې لامل کیږي چې له یوې خوا به یوشمېر مغرضه اشخاص چې له دین څخه خبرتیا نلري او ځیني وختونه به ناقصو فتواوو سره د اسلام دین ته زیان رسوي مخنیوی وکړي

شریک کړئ

ورته مطالب