Post Image

‌د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتين وايي، د عمران خان وروستۍ څرګندونې چې دغه غورځنګ يې په کې پر پاکستاني پوځيانو پر حملو تورن کړی، غولوونکي دي.

نوموړی وايي، عمران خان د ورته څرګندونو له لارې هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او په پاکستان کې د پښتنو حقونو اعادې په هدف د روانې مبارزې په اړه د نړيوالو فکر بدل کړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون سې شنبې د امريکا سولې په انسټېټيوټ کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال تور پورې کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په دې وروستيو کې د غوښتنو پر ځای پر پاکستاني پوځيانو حملو ته مخه کړې او له همدې کبله ده چې نه يوازې د دوی غوښتنې نه دي منل شوي، بلکې د دوی پر فعاليتونو يې هم محدوديتونه  وضعه کړي دي.

د عمران خان دغه څرګندونې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتين له توند غبرګون سره مخ شوي او نوموړی يې د يادو څرګندونو له کبله مکار او درواغجن بللی دی.

پښتين له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د دوی مبارزه سوله‌‌ييزه ده، خو په خبره يې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعاليتونو په صورت کې، د پښتونو حق طلبۍ او له دوی سره د روان تشدد له برملا کېدو وېره لري.

منظور احمد پښتين په دې اړه عمران خان ته په خطاب کې وايي:

«ته نه ګورې چې کورونه مو لوټ شوي دي؟ ته نه ګورې الوتکو پرې په مسلسل ډول بمبارونه کړي؟ نو ته څه وایې چې پښتانه به له دې وحشتونو سره سره بیا هم ویده پاتې وي؟ نه پښتانه هېڅوک د خپل حق څخه نشي منع کولی او تل به په زغرده د ریاست پر وړاندې نېغ ولاړ وي او د خپلو حقونو غوښتنه به کوي.»

په ورته وخت کې منظوراحمد پښتين د عمران خان دا څرګندونې چې ګواکې پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ پر وړاندې عمليات جاري ساتلي، هم بې اساسه وبللې او وايي، پوځ نه يوازې دا چې د ترهګرۍ ځپلو په هدف عمليات نه‌دي کړي، بلکې د ترهګرۍ ترويجولو په موخه همېش له طالبانو سره ګډې ګزمې کوي.

نوموړی زياتوي چې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو د ګډو مانورو په ترڅ کې د زېږېدونکې ترهګرۍ قربانيان يوازې او يوازې پښتانه دي.

پښتين په دې اړه وړاندې وايي:

« په دې سیمو کې وسله‌وال طالبان او پوځ یو ځای ګرځي. هغوی له یو بل سره حتی په دې سیمو کې ګډ انځورونه هم اخلي، د دې اسناد او شواهد هم شته دی. د وزیرستان شتمني يې ټوله د عملياتو په پلمه ولوټله او د دې خاورې په قیمتي ځایونو یې ولکه وکړه.»

عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو تور پورې کړی چې پر پوځيانو د حملو ترڅنګ د پوځ پر ضد عام خلک پاروي.

نوموړي ويلي، که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې مشروع او د منلو وړ دي، خو په خبره يې د پوځ پر ضد د پاروونکو اقداماتو له کبله نه يوازې دا غوښتنې نه دي منل شوې، بلکې د دوی پر فعاليتونو هم بندیز لګول شوی.

عمران خان په دې اړه ويلي:

« د پي ټي ایم مشرانو په پوځ حملې شروع کړې او ادامه يې ورکړه. تر ټولو وروستۍ پښه دا وه چې پارېدلو ملکیانو په پوځي پوستې حمله وکړه او ځینې کسان په کې ووژل شول. ځکه مو پرې څه بندیزونه ولګول.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان رياست ترمنځ ټکر تر هغه وروسته زيات شو چې د روان ميلادي کال د می په ۲۶مه د شمالي وزيرستان په خړ قمري سيمه کې، پاکستاني پوځيانو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو چې يوه ځايي پرلت ته پر لاره وو، ډزې وکړې. په دغه پېښه کې ۱۳تنه ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شول.

شریک کړئ

ورته مطالب