Post Image

د شپږیزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو په شپږمه لوبه کې د جاوید احمدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې د امو نهنګانو لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپير ماته ورکړه.

لوبه د امو نهنګانو په توپوهنې پيل شوه چې په ټاکل شویو شل اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۲۱ منډو هدف کېښود.

د امو نهنګانو په توپوهونکو کې ابراهیم ځدراڼ ښه وځلېد او ۶۲ منډې یې جوړې کړې.

بل لور ته د بند امیر ښامارانو د توپ‌اچونکو له ډلې بیا فرید ملک ښه وځلېد او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

 یاد هدف د بند امیر ښامارانو لوبډلې په ۱۷،۱ اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د بند امیر ښامارانو له ډلې جاوید احمدي ۶۲ او افسرځاځي ۳۷ ډېرې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

جاوید احمدي د ۶۲ منډو په جوړولو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او د سټايلش لوبغاړي ډالۍ هم د بند امیر ښامارانو لوبغاړي فرید ملک ته ورکړل شوه.

د امو نهنګانو د توپ‌اچونکو له ډلې ابراهیم صافی ښه وځلېد او دوه ويکټې یې ترلاسه کړې.

د يادونې وړ ده چې بند امیر لوبډلې تر اوسه درې لوبې کړې چې دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده خو امو نهانګانو بیا دوه لوبې کړي چې یوه یې بایللې او یوه یې ګټلې ده.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه